د مخابراتو او نوری فایبر په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې ملاتړ

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۱:۳۸
حمایت از سرمایه گزاری سکتور خصوصی در بخش مخابرات و فایبر نوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د خپل کار په دفتر کې د MTN مخابراتي شرکت د مسؤولينو سره د لیدنې ترڅنګ، د هغوی د راتلونکو پروګرامونو، د مخابراتي او انټرنټي خدماتو د بهبود او پراختيا په اړه خبرې وکړې.

محترم محمد فهيم هاشمي همدا راز په افغانستان کې د نوری فایبر شبکې او د خدماتو د پراختيا په برخه کې ددوی د پانګونې ملاتړ وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د MTN مخابراتي شرکت د پانګونې د ملاتړ تر څنګ ټولو خصوصي شرکتونه ته زمینه برابره کړې چې د open Access policy له لارې د نوری فایبر په برخه کې پانګونه وکړي او خپل مخابراتي او انټرنټي خدماتو ته پراختيا ورکړي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته