د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزارت او د کورنیو چارو وزارت ، عدلیه اومالیی د وزارتونو په نږدې همکاری د بریښنایې تذکری د پروژی پیل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزارت ویاړي چی د خپلو لاسته راوړنو په دوام هیواد والوته  دا دی  نن دی بریښنایې تذکری تړون لاسیلک کوی .

NID, Project Contract
په غونډه کي د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین ، دمالیی وزارت مرسیتال ښاغی عبدالرزاق ( صمدی ) دعدلی وزارت استازې ښاغلی کبیر (ځاځی ) د مخابراتواومعلوماتی ټکنالوجی وزارت مالی او اداری مرستیال ښاغلی وهاب الدین ( سادات ) دوزارت تخنیکی مرستیال ښاغلی الحاج بریالی ( حسام ) ، د مقام ددفتر رئیس ښاغلی غلام جیلانی (وزیری ) د ای ټی رئیس ښاغلی ایمل ( مرجان) د پلان او پالیسی رئیس ښاغلی اجمل ( عیان)  د وزارت د پروژو مسول ښاغلی احمد شاه ( سادات ) د ( GTR ) شرکت رئیس ښاغلی میرویس ( علیزی ) او د مخابراتو وزارت رهبری هئیت او ځینو کورنیو او بهرنیو میلمانو کډون درلود.


غونډه د روان کال د لیندۍ دمیاشتی په۲۱ نیټه دی مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانس په خونه کې جوړه شوی وه .
لمړی  د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلی انجنیرامیرزی سنګین د دغی پروژی په ارزښت خبری وکړی او څرګنده ئې کړه : ډیړ خوشحاله یم چی د هېواد د پرمختګ په برخه کې یو بل ډیړ مهم او ارزښت ناک گام اخلو  نن د الکترونیکی تذکری تړون لاسلیک کیږی دغه پروژه به د کورنیو چارو وزارت سره په ګډه او دمالی وزارت په همکاری پلي کیږی د دغی پروژې په پلي کیدو سره به ، د وگرو د سرشمیرنی دقیق ارقام د دولت په مصاروفو کی کم والی ، د امنیت خوندیتوب او داسی نوری ځانکړتیاوی به دفغانستان ولس ته ورپه برخه شی دغه الکترونیکی سیستم چې موږ افغانستان ته په نظرکې نیولی دی د نړۍ یو پرمختللی اومدرن سیستم دی چې په بلجیم ، سویدن  ، سعودی عربستان ، متحده عربی امارت او داسی ځینی نورو هیوادنوکې ترینه کټه اخیستل کیږی .


 دی نړی ډیر هیوادونه لاتراوسه هم دغه پرمختللی سیستم نلری افغانستان به په سیمه کې لمړی هیواد وی چې د دغه سیستم نه کټه اخلی په دغه پروژه کی نه یواځی الکترونیکی تذکره بلکه د ګاډو چلونی جواز د ګاډو د ثبت سیستم په راتلونکی ټولټاکنوکی د رایه ورکونکو د تنظیم سیستم هم شامل دی
بریښنایې پاسپورت ، بریښنایې رایه اچونه او بریښنایې مالیه ورکونه به ددغی  پروژی راتلونکی محصولات وی
دغه تذکره به یو چیپ ولری  چی یاد شوی معلومات به په کي ځای پرځای وی دغه پروژه به په دری مراحلو کې د دریو کالو په اوږدو کی پلی شی .


لمړې مرحله: د پروژی د تړون  څخه  ۸ میاشتی وروسته به بریښنای تذکره په کابل کې وویشل شی
دویم مرحله :نوموړي پروژه پرختیا مومی ، اود دولسو میاشتو په موده کې به د هیواد ۱۵ ولایتوته د پروژی عملی کار و غزیږی .
دریم مرحله : د پروژی په وروستیو ۱۶ میاشتو کې د هیواد ۱۸ ولایتونه به د بریښنایې تذکری تر پوښښ لاندی راشی او په ټول هیواد کې به دغه پروژه په دری کالو کې پشپړشی .


دغه تړون دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د جی ټی آر شرکت سره چې د نړی غوره شرکتونو    ( IRIS ) مالیزیا هیونډای کوریااو د انترسټ امریکا سره په یو کانسورسیم کی ګډون لری لاسلیک شو.
 په دغی پروژی کې پنځه ویشتو کمپنیو خپله لیوالتیا ښودلی وه خو تر وروستی ورکړل شوې نیټې پوری یواځی پنځوکمپنیو خپل لیکلی وړاندیزونه وزارت ته و سپارل .


د تدارکاتو د قوانینو او کړنلارو د اغیزمن توب  د باوری کیدو په موخه د تسلیم شو پروپوزلونو د ژوری تخنیکی او مالې ارزونې وروسته د ( GTR  ) شرکت کتونکی وګڼل شو.
د دغی پروژی مالی لګښت ټول ټال ۱۰۱،۵ میلیونه امریکائی ډالره ده چی د مالیی وزارت د پرمختیایې بودیجی څخه چمتو کیږی .
وروسته  مالیې وزارت مرستیال ښاغلی عبدالرزاق ( صمدی ) د دغی پروژی په ارزښت هراړخیزه وینا وکړه او دا پروژه ئي د هیواد په پرمختګ کی یو مهم اوارزښت ناک ګام  وباله .


  د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت تخنیکی مرستیال ښاغلی الحاج بریالی حسام د وزارت په استازیتوب او ښاغلی میرویس( علیزی ) ( GTR  ) شرکت په استازیتوب تړون لیک لاسلیک کړ.
د غونډی په پای کې جلالتماب انجنیر امیرزی سنګین د خبریالانو پوښتنوته ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته