د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۳:۴۵

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، په مشرۍ د سکټور د چارو د لا ښه تنظیم، پرمختګ، چټکتیا، اغېزمنې همغږۍ او د اړوندو ریاستونو د نظرونو او وړاندیزونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د وزارت تخنیکي او پالیسي مرستیال، ښاغلي استاد پوهنیار احمد مسعود لطیف رای، مالي او اداري مرستیال، ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري، او د وزارت د بېلابېلو ریاستونو رئیس صاحبانو هم ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان، د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور د لا ښه پرمختګ، اغېزمن مدیریت او د خدمتونو د پراختیا په اړه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکټور پر پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ پر اغېزمنې کارونې او هېوادوالو ته د لا ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، افغانانو نږدې څلور لسیزې د جګړو او ناخوالو سخت پړاوونه تېر کړي، خو اوس چې د ډاډمن امنیت فضا برابره شوې، اړتیا ده څو د هېواد د پرمختګ، د عصري ټکنالوژۍ د ودې، د نوښتګرو پروژو، پرمختللو سیسټمونو او عامه خدمتونو د پراختیا لپاره لا زیات او منظم کار وشي.

ښاغلي وزیر همداراز ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسلکي کادرونه او شته ظرفیتونه د دې وړتیا لري چې د عصري ټکنالوژۍ په اغېزمنې کارونې سره د هېواد د پرمختګ، ډیجیټلي بدلون او د غوره عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم او ارزښتناک رول ولوبوي.

ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د چارو د ترسره کولو پر مهال د اخلاص، امانتدارۍ او مسئولیت احساس پر ارزښت هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «زموږ ټولې چارې باید د اخلاص پر بنسټ پر مخ ولاړې شي؛ ځکه هر څومره چې په نیت او عمل کې اخلاص زیات وي، هماغومره د الله تعالی مرسته (نصرت)، برکت او بریا هم ډېره وي.»

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د وزارت د ټولو ریاستونو له لوري چمتو شوي راپورونه او بېلابېلې کاري موضوعګانې هم وڅېړل شوې، چې په تړاو یې لازمې پرېکړې او تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته