د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژجۍ وزارت تازه لاسته راوړنه

Author image
enayat_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۱۵:۵۳
PIC

سلام شرکت له رییل ټایم سیسټم سره وتړل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، له رییل ټایم یا (RTDMS) سیسټم سره د سلام شرکت د وصلولو په مراسمو کې دغه ورځ، د افغانانو له پاره یوه تاریخي ورځ وبلله.
د نوموړي په وینا، د مخابراتي محصولاتو له پاره د یوه میکانیزم رامینځته کول، ولس ته د ملي یووالې حکومت له لومړنیو ژمنو څخه وو، چې دا دی عملي شو.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ، چې له رییل ټایم سیسټم سره د سلام شرکت له تړلو وروسته به، نورې مخابراتي شبکې هم له دغه سیسټم سره وصل شي.
هاشمي وویل: «هیله مند یو ډېر ژر نورې مخابراتي شبکې هم اجازه راکړي، څو له رییل ټایم سره وصل شي، او که کوم شرکت له دغه سیسټم سره د تړلو اجازه رانکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.»
د هغه په وینا، نورې مخابراتي شبکې حق نلري چې خپل لګښتي معلومات پټ کړي، خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خلکو له اړیکو سره کار نلري

ریل تایم

.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر ووویل، د رییل ټایم سیسټم نصبول تر ټاکلې وخت وړاندې تر سره شو او مونږ د دې پروژې د پاتې برخې تړلو او پلې کولو له پاره اووه میاشتې نور وخت هم لرو.
د شمېرو له مخې، له ۱۳۹۴ کال څخه بیا تر اوسه له ۱۷ ملیارده افغانیو زیات مخابراتي عواید د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
بل خوا د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون مرستیال عباس ابراهیم زاده، له رییل ټایم سیسټم سره د سلام مخابراتي شرکت د تړلو په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د محصولاتي روڼتیا په پار د مخابراتو وزارت له پلانونو ملاتړ کوي.
نوموړي ټینګار وکړ،  چې ډېر ژر باید نورې مخابراتي شبکې هم له دغه سیسټم سره وتړل شي او که کوم شرکت له قوانینو سرغړونه کوي باید څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
په دغه غونډه کې، رییل ټایم کاري سیسټم د بېلګې په ډول د رسنیو پر وړاندې وازمایل شو او د سیسټم ټولې لازمي ځانګړنې په انلاین ډول وښوودل شوې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته