د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري سره د جاپان سفیر مرستیال لیدنه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۸:۲۶
جاپان

پړون له غرمې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د دوست هیواد جاپان د سفیر له مرستیال یوشییاکی تاکاهاشي سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور په بیلابیلو برخو کې د دواړو خواوو په همکاریو د نظر تبادله او بحث وشو. په دې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د جاپان هېواد د دوامدارو مرستو چې د افغانستان دولت سره یې په بیلابیلو برخو کې کړي دي د قدردانۍ څرګندونه وکړه.

همدا راز د جاپان سفیر مرستیال ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې د افغانستان دولت او خلکو سره په هر ډول حالاتو کې دوست او همکار پاتې شي.

همدارنګه هغه د معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور په برخه کې د جاپان هېواد شرکتونو د پانګونې د لیوالتیا خبر هم ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۹:۱۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او مخابراتي شرکتونو تر منځ د نرخو پر ټیټوالي ګډه ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د وزارت تخنیکي او مسلکي معین پوهنیار احمد مسعود لطیف‌رای، د اټرا معاون مفتي نجم الدین ملاخېل او...

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه او د قرغزستان د سیمه اییزې پراختیا وجهي صندوق شرکت ترمنځ ګډه ناسته وشوه

پیل کې د مخابراتو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني میلمنو ته ښه راغلاست وویل او افغانستان کې د پانګونې...

بېرته خبرونه ته