د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیره: د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د ښځو د پیاوړتیا او حضور لپاره کار کوو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۸:۲
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري " د افغانستان ښځو او ماشومانو لپاره د مشورې ورکونې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې" ګډون او خبرې وکړې.

د مخابراتو وزیرې پخپلو خبرو کې د (۶۷۶۷) وړیا ټلیفون لیکې له لارې د مشورې ورکونې مرکز په هیواد کې د ښځو او ماشومانو ستونزو او نظرونو ته د رسیدنې لپاره د ښځو چارو وزارت یوه مهمه لاسته راوړنه یاده کړه او د ټولنیز او فردي ژوند د اسانتیاوو لپاره یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په اهمیت او رول خبرې وکړې.

همدا رنګه اغلې معصومه خاوري د مخابراتو وزارت هغه اقدامات او پروګرامونه، چې جنسیتي انډول ته زمینه برابروي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د ښځو حضور ته لوړوالی ورکوي هم یاد کړل.

د مخابراتو وزیرې، په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ته په اشارې سره چې ورځ تر بلې یې نفوذ په پراخیدو دی وویل چې اوسمهال د نارینه وو په پرتله د ټکنالوجۍ خدمتونو ته د ښځو لاسرسی او حضور کم دی د هغې په وینا په سایبري فضا کې د نه خوندیتوب احساس د دې مسلې یو له دلایلو څخه دی.

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

آغلي خاوري په سایبري فضا کې د خوندیتوب په اړه د پوهاوي د سیمینارونو په لاره اچول، د کار زده کړې په (۹) میاشتنۍ دوره کې د کمپیوټر ساینس برخې د (۴۰) تنو ښځینه وو استخدام، او همداراز د ډیجیټلي مهارتونو او سواد لوړولو لپاره هڅې د ښځو د پیاوړتیا او د معلوماتي ټکنالوژی په سکتور کې د دوی د حضور زیاتول د مخابراتو وزارت د مهمو پروګرامونو څخه یاد کړل.

د ښځو چارو وزیرې حسینه ساپۍ د دې مرکز د جوړیدو په اړه د خبرو ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې په دې پروګرام کې له ګډون څخه قدرداني وکړه.

حسینه صافی وزیر امور زنان

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته