د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په خوندي توګه د پُستي بستو د لیږد لپاره د ترانسپورت وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۲/۱۶ - ۵:۳
sdffdd

د روان 1396 کال د کب د میاشتې په 16 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزرات پر وخت او خوندي توګه د پُستي توکو د لیږد په موخه د ترانسپورت له وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک له مخې به ترانسپورټ وزارت د مخابراتو وزارت اړوند د افغان پُست ریاست ټولې پُستي بستې د معتبرو او راجستر شویو خصوصي ترانسپورټي شرکتونو له لوري له مرکز (کابل) او له ولایتونو پلازمېنې کابل ته انتقالوي. پدې سره به له يوې خوا د افغان پُست ریاست خدمتونه نور هم چټک او منظم شي او له بلې خوا به خلک وکولی شي په ډيرې اسانۍ او ژر خپل پُستي بستې ترلاسه کړي. همدارنګه ددغه هوکړه لیک په لاسلیک کیدو سره به د افغان پُست ریاست عواید لوړ شي، پُستي بستې به په خوندي توګه او په ټاکلي وخت رسیږي او ځوانانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته