د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هېواد شمال ختیځ ته د سفر په دوام تخار ولایت ته تللی او هلته یې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې تر څنګ د ټي ډي ایف د لسمې پروژې له چارو له نیږدې لیدنه کړې

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۶:۶
ولایت تخار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد شمال ختیځ ته د سفر په لړ کې تخار ولایت ته تللی او هلته یې له ځايي مسؤولینو او د سیمې له اوسېدونکو سره د هغوی په ستونزو خبرې کړي او د حل په موخه یې ډاډ ورکړی.

ښاغلي وزیر صاحب تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ښاغلي مولوي صاحب سمیع الله حزب الله سره لیدنه کړې او دواړه لوریو د تخار ولایت بیلابیلو سیمو کې په مخابراتي چوپړ او آسانتیاو خبرې کړي دي، ښاغلي سمیع الله حزب الله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه کړې چې یاد ولایت ته یې سفر کړی اود مخابراتي خدمتونو په برخه کې له نیږدې ارزونه کوي، د ښاغلي والي صاحب مولوي سمیع الله حزب الله په وینا له تېرو څه باندو ۳ کلونو کې یاد ولایت ته د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د پام وړ کار شوی او هیله یې څرګنده کړه چې هغه سیمې چې لا هم مخابراتي ستونزې لري د مخابراتي آسانتیاو په موخه ورته مخابراتي انټنونه په پام کې ونیول شي.

دغې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي آسانتیاو د برابرولو په موخه او هغه سیمې چې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي اړونده برخو ته د ۶ مخابراتي سایټونو د جوړولو هدایت ورکړ چې د ۳ میاشتو په ترڅ کې به په عاجل ډول فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده د تخار ولایت هغه سیمو لپاره چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې او هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې یې نه درلودې ۱۷ مخابراتي سایټونه د ټي ډي ایف له بودیجې هم منظور شوي دي چې د ډیری مخابراتي سایټونو چارې تر ډېره بریده مخې ته تللي.

په ټوله کې د تخار ولایت بیلایبلو سیمو کې د (۶) نویو مخابراتي سایټونو له منظورۍ وروسته ۲۳ مخابراتي سایټونه جوړېږي چې د یاد ولایت ډېری سیمې به له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته