د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن  مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۲۶
شرکت مخابراتی روشن

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د روشن مخابراتي شرکت رئیس وایچک پلوسکي سره د مخابراتي خدمتونو او همداراز د هېواد ختیځه برخه کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د چمتو کولو په تړاو ناسته وکړه.

دغې ناسته کې د روشن مخابراتي شرکت رییس ښاغلي وایچک پلوسکي یادونه وکړه چې شرکت یې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د شبکې د خدماتو په پراختیا اوښه کولو بوخت دی او په پام کې ده چې د روان کال تر پایه پورې به د پلان له مخې دهیواد په بیلابیلو سیموکې ۱۵۰نوي  مخابراتي سایټونه نصب کړي او همداراز له ۲۵۰څخه تر ۳۰۰ پوری سایټونو ظرفیت به هم ۴جي ته لوړ کړي چې له مخې به یې د هېواد په کچه د روشن مخابراتي شرکت د خدمتونو کیفیت لوړ او د پوښښ ساحه پراخه شي، نوموړي همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې تل یې د مخابراتي شرکتونو ستونزې پر وخت حل کړي او د سکټور د رهبري کوونکي په حیث یې لازم اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي وایچک پلوسکي دغې ناسته کې د هېواد ختیځې برخه کې د زلزلې له امله رامنځته شوي زیانونو ته په اشارې یادونه وکړه چې شرکت یې له لومړۍ ورځې اړونده ارګانونو سره په همغږۍ، د خوراک او پوښاک په ګډون مالي مرستو لړۍ جاري ساتلې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني روشن مخابراتي شرکت له رییس سره د لیدنې په ترڅ کې یادونه وکړه چې وزارت د سکټور د ښې ودې او پرمختګ په برخه کې له مخابراتي شرکتونو سره په قانوني چارو کې تل مرستې ته چمتو دی او هڅه کوي څو مخابراتي سکټور لا وده او پرمختګ وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني همدا په پای کې د روشن  مخابراتي شرکت له رهبری مننه وکړه چې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې پر وخت مرسته کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۹
Background image

د لوگر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوژۍ وزارت وزیر د مخابراتي شبکو له استازو سره ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د افغان بیسیم، اتصالات، روشن او اټوما مخابراتي شبکو له استازو سره د مخابراتي سکټور پر زیربناء...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۸
Background image

پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۱۷۴ تنه فارغ شول

د پکتیا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (اساسات ،ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ) او د انټرنیټ اساساتو په برخه کې...

بېرته خبرونه ته