د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ترکمنستان هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۷:۱۹
افغانستان و ترکمنستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د ترکمنستان هېواد سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره د نوري فایبر، سایبر سکیورټي او همدا راز د ټکنالوجۍ اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د عشق آباد او کابل اړیکې یې د وروۍ او د دوه ښه ګاونډیانو وګڼلې او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه د اقتصادي ثبات لپاره چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره هم حیاتي ارزښت په ګډه کار کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني اوسني دور کې ټکنالوجي د وخت اړینه اړتیا یاده کړه او زیاته یې کړه چې د ډیټا د انتقال لپاره تر ټولو مهمه برخه د فایبر غځول دي او همدا راز هېوادونه اوس مهال په دې هڅه کې دي چې خپل انټرنټي ماحول د امنیت له پلوده ډاډمن کړي چې مونږ هم په دې برخه کې پوره هڅه کړې د هېواد په کچه د سایبري جرایمو لابراتوار جوړ شوی او هڅه کوو په دې برخه کې نور لازم اقدامات هم ترسره کړو.

د ترکمنستان سفیر ښاغلي خواجه عوضوف هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه وکړه چې اوسمهال دواړه هېوادونه په دې بوخت دي چې د فایبر غځونې او سایبر سیکیورټي په برخه کې په ګډه کار وکړي چې د همدې موخې د تعقیب لپاره وخت وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت استازو یاد هېواد ته سفر درلود او په ځینو مهمو مواردو یې بحث او خبرې کړي او ځینې تفاهم لیکونه یې هم لاسلیک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۸:۵۴
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آټرا) له لوري د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو تړون لاسلیک شو

د ټي ډي اف لسمې پروژې د دریم لاټ قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، افغان ټیلیکام او اتصالات مخابراتي...

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

ارزګان ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت شپږو نويو سایټونو په فعالیت پیل وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ...

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

پکتیا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د سلام مخابرتی شرکت یو سایټ له نوري فایبر سره وصل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شرکت ...

بېرته خبرونه ته