د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د اټوما مخابراتي شرکت له رییس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۶:۳۳
مولوی حمد الله نعمانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د اټوما مخابراتي شرکت رییس ښاغلي هشام رمضان سره د مخابراتي خدمتونو او همداراز د هېواد ختیځې برخه کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د چمتو کولو په تړاو ناسته وکړه.

د اټوما مخابراتي شرکت رییس ښاغلي هشام رمضان یادونه وکړه چې شرکت یې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د شبکې په نوي کولو بوخت دی چې ورسره به د هېواد په کچه د اټوما مخابراتي شرکت د خدمتونو کیفیت لوړ شي، نوموړي همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې تل یې د مخابراتي شرکتونو ستونزې پر وخت حل کړي او د سکټور د رهبري کوونکي په حیث یې لازم اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي هشام رمضان دغې ناسته کې خپله خواخوږي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني سره شریکه کړه او یو ځل بیا یې تاکید وکړ چې دوی د افغانستان اسلامي امارت د اړونده ارګانونو سره په همغږۍ هر راز مرستو ته چمتو دي او لا هم د دوی مرستندویه ټیمونه زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په برخه کې په کار بوخت دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني اټوما شرکت له رییس سره د لیدنې په ترڅ کې یادونه وکړه چې وزارت د سکټور د ښې ودې او پرمختګ په برخه کې له مخابراتي شرکتونو سره په قانوني چارو کې تل مرستې ته چمتو دی او هڅه کوي څو مخابراتي سکټور لا وده او پرمختګ وکړي.

ښاغلي وزیر صاحب همدا راز له مخابراتي شرکتونو مننه وکړه چې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې پر وخت مرستو ته چمتووالی ښودلی او سیمې ته یې په بیړني ډول له مخابراتي خدمتونو سربیره اړینې مرستې رسولي د ښاغلي وزیر صاحب په وینا دا یوه انساني غمیزه ده او ټول یې دردولي یو، هر یو باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړو او سیمې ته په مرستو رسولو کې همکار پاتې شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته