د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۴۶
شبکه مخابراتی ام تی ان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت له رئیس ښاغلي هشام رمضان سره د یاد شرکت د ډیټا سنټر لپاره د نوي ځای پر مشخصولو، سیمکارټونو او همدا راز د یاد شرکت د ستونزو د هواري په موخه خبرې وکړې.

دغې ناسته کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه مننه وکړه چې د مخابراتي شرکتونو د ستونزو د هوارولو په برخه کې هر اړخیزه مرسته کوي، همدا راز ښاغلي هشام د ام ټي ان مخابراتي شرکت لپاره د نوي ډیټا سنټر پر جوړېدو هم معلومات وړاندې کړل او غوښتنه یې وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په همکارۍ یو مناسب ځای ورته وټاکل شي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ام ټي ان مخابراتي شرکت ته ډاډ ورکړ چې د قانون په مراعتولو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو مخابراتي شرکتونو سره همکار دی او د دوی د ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا د ام ټي ان مخابراتي شرکت د نوي ډیټا سنټر لپاره به هم د یوه مناسب ځای په ټاکلو غور وشي او هغه ځای چې د یاد شرکت د ډیټا سنټر لپاره غوره کېږي له نیږدې ولیدل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ام ټي ان مخابراتي شرکت سره په ناسته کې د سیمکارټونو په قانوني ډول ثبت او راجسټر ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټولو مخابراتي شرکتونو ته سیمکارټونه د یوه مشخص میکانیزم له لارې ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده ښاغلي وزیر صاحب د ام ټي ان مخابراتي شرکت ته ډاډ ورکړ چې د دوی د بهرنیو کارکوونکو او همدا راز په نورو اداراتو کې د دوی شته ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو له مخې ورته رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته