د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر آسیا او افریقا کې د آغاخان بنسټ او روشن مخابراتي شرکت له اجراییوي رئیس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۶:۴۵
ملاقات وزیر مخابرات با آغا خان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني آسیا او افریقايي هېوادونو کې د آغاخان بنسټ اجرایوي رئیس ښاغلي لطف کسم، افغانستان لپاره د یاد بنسټ سفیر ښاغلي ډاکټر نجم الدین نجم او د روشن مخابراتي شرکت رئیس سره ناسته وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د آغاخان بنسټ له استازو او روشن مخابراتي شرکت رئیس سره په لیدنه کې، د هېواد په مخابراتي سکټور او د دې سکټور د ودې او پراختیا په تړاو خبرې وکړې، ښاغلي وزیر صاحب د یاد بنسټ له مشرتابه مننه وکړه چې افغانستان کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د سکټور د پرمختګ په برخه کې تعهد لري.

ملاقات وزیر مخابرات با آغاخان

دغې ناسته کې د آغاخان بنسټ او روشن مخابراتي شبکې استازو افغانستان کې د خپلو فعالیتونو او ترسره شویو چارو اړوند معلومات وړاندې کړل او همداراز د روشن مخابراتي شرکت په خدماتو او لرو پرتو سیمو او انکشافي پلان خبرې وشوې.

د آغان خان بنسټ اجراییوي رئیس ښاغلي لطف کسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې یې مرسته کړې او هڅه یې کړې چې د مخابراتي سکټور د ودې په برخه کې شته خنډونه له منځه یوړل شي او پر وخت چارې سر ته ورسېږي د نوموړي په وینا دوی په افغانستان کې د خدماتو غځولو او پراختیا ته ژمن دي او د هغو تجاربو په اساس چې دوی په نورو هېوادونو کې ترلاسه کړي له هغې څخه په ګټې خپل پلانونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره په همغږۍ تطبیق کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته