د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېوادوالو ته د اسانه خدماتو د رسولو او نورو اسانتياو برابرولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره د انلاين اپلکېشن پرانېسته کوي.

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۸ - ۱۳:۲۷
51919769_2032699013693982_6027079365404131328_n.jpg

په همدې موخه نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د چارو ادارې استازو، د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي رئیس، د سرحدي پولیسو، اسان خدمت ادارې مسؤولینو سره ولیدل چې ددغه مهمې برنامط د پرانېستې لپاره امادګي ونیسي.

ښاغلي آريوبي وویل چې د آسان خدمت ادارې تخنيکي ټيمونو له څو مياشتو را هیسې ددغه سیستم او ملي برنامې لپاره هلې ځلې کړي او اوس هېوادوال کولی شي، په ډېرې اسانۍ سره د پاسپورټ اخیستلو لپاره فورمونه په انلاين توګه ډک کړي او د وخت له ضايع کېدو پرته پاسپورټ تر لاسه کړي.

د يادولو وړ ده چې ددې تر څنګ اوس د پاسپورټ سيسټمونه، د ټولو هوايي مېدانونو، سرحدونو او الکټرونيکي تذکرې سره وصل دي او د هويت او اشخاصو د تثبيت په برخه کې هم اسانتېاوې او همغږي رامنځته شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په لغمان ولایت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ شورا د جوړیدو طرحه دولایت د اداري جلسې لخوا تائید شوه

په لغمان ولایت کې د معلوماتي ټکنالوجۍ شورا د جوړیدو طرحه چې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست...

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۶:۳۸
Background image

څلویښت نجونې د سیالۍ په آزموینه کې له بریالي کیدو وروسته خپلو اړوندو څانګو ته معرفي شوې

دا مراسم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د کاسا ډیجیټل پروژې رئیس او کارمندانو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۵:۳۸
Background image

د مخابراتو وزارت د پراختیایي برخې (NTA) د قراردادي کارمندانو کړنې وستایل شوې

نن پنجشنبه د زمري ۱۴مه، له غرمې مخکې په هغو مراسمو کې چې په دې اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، یو شمیر رییسانو او قراردادي کارمندانو...

بېرته خبرونه ته