د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوی ویاند رسما معرفي شو

mcitadmin
شنبه ۱۳۹۷/۲/۲۲ - ۵:۳
lkjhh

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوی وياند ښاغلی سائر ځلاند ددغه وزارت د تخنيکي مرستيال محترم انجينیر احمدشاه سادات له خوا په داسې حال کې معرفي شو چې د وزارت رئیسانو او د مطبوعاتو کارکوونکو هم برخه لرله
ښاغلي سادات په دغه محفل کې وویل چې سائر ځلاند به د وزارت او رسنيو تر منځ نېکې اړيکې جوړې کړي او د وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې به په سمه توګه تر خلکو ورسوي
سائر ځلاند چې د ژورناليزم او اقتصاد په برخه کې يې رسمي زده کړې کړي دي، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې يې کار کړی او له هېواده بهر يې هم د رسنيو په برخه کې زده کړې کړي دي
د وزارت نوي وياند ژمنه وکړه چې په ټول قوت سره به د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو د انعکاس په برخه کې کوشش کوي او هڅه به کوي چې په رسنيو کې د وزارت ښه استازولي وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته