د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د نړیوال بانک له مسئولینو سره د ډیجیټل کاسا پروژې کار ګړندي کولو په ‏اړه آنلاین ناسته وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۵:۳۸
دیجیتل کاسا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستې آغلې معصومه خاوري په نړیوال بانک کې د ډیجیټل کاسا پروژې مشر ‏ښاغلي راجیندرا سینګه او د هغه ملګري پلاوي سره د پروژې د ګړندي کولو او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې‎.‎
پدې ناسته کې، له تفصیلي خبرو اترو او د نظرونو شریکولو وروسته، د پروژې د کار په پرمختګ ټینګار وشو‎.‎
د کاسا ډیجیټل پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یوه خورا مهمه پروژه ده، چې په ۲۰۱۹ کې پیل او تر ۲۰۲۳ ‏زیږدیز کال پورې به دوام وکړي‎.‎
د دې پروژې په پلي کیدو سره، د مرکزي آسیا نوري فایبر شبکه به د افغانستان له لارې سهیلي آسیا سره وصل او پراخه شي، او ‏افغانستان به د سیمې د نوري فایبر شبکو په ترانزیټي مرکز بدل شي‎.‎

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته