د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) قلم قرطاسیې د چمتو کولو پروژې قرارداد د ورکړې د پریکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو لپاره د (۶۱) قلم قرطاسیې د چمتو کولو پروژې قرارداد د ورکړې پروژه د یو میلیون اته سوه اویا زره شپږ سوه اته پنځوس (۱۸۷۰۶۵۸) افغانیو په ارزښت د آصف درویش لمیتد شرکت ته چې د خیرخانه سر کوتل، ۱۷ ناحیه، مرکز کابل کې موقعیت لري ورکړي.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله حیات "حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر

 

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۲ کابل
Background image

موضوع: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ (۶۵) قلمه قرطاسیې د تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ اعلان

او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل سره سم ترتیب او...

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۲:۴۵ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وسایطو او جنراتورونو د اړتیا وړ روغنیاتو د تدارک او اکمال پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د افغانستان د نفتو او ګازو محترم دولتي شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې د خیرخانې کوتل سرک کې موقعیت...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۱ کابل
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان د پرنټرونو رنګ او د آی ټي پرزو د تهيې او تدارک پروژې په اړه

محترم ارشد اميد لمېټډ سوداګریز شرکت ته، د یو میلیون دوه سوه درې دېرش زره او اووه سوه پنځوس...

Back to tenders