د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوری څلورو خصوصی شرکتونوتو ته د پوسټي خدمتونو د وړاندې کولو جوازونه صادر شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۴:۱۳

افغانستان کې د پوسټي خدمتونو د پیاوړتیا او مارکېټ کې یې د اړتیا له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو تنظیم ادارې (اپرا)  جام، کابل بارکو، ثمر افغان، او افرا پوسټي شرکتونو ته د یوې غونډې په ترڅ کې جوازونه صادر کړل.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای یادونه وکړه چې اوس مهال په ټول هېواد کې له پوسټي خدمتونو نظارت کېږي او دغیر مجوز شرکتونو د فعالیت مخنیوی شوی دی، د نوموړي په وینا پوسټي خدمات د اعتبار او امانت دارۍ د اصل په پام کې نیولو سره خپلو مشتریانو ته خدمات او آسانتیاوې برابروي او مونږ چا ته اجازه نه ورکوو چې په غیر قانوني ډول خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای همدراز یادونه وکړه چې اوس مهال د پوسټي خدمتونو جواز د یو لړ شرایطو له مخې ورکول کېږي او کله چې یو شرکت وتوانېږي یاد شرایط پوره او په پوسټي مارکېټ کې د خدماتو د وړاندې کولو جوګه شي جواز ورته صادرېږي، د نوموړي په وینا اوس مهال افغانستان کې د ۴ نویو شرکتونو سره چې اوس مهال ورته جوازونه وویشل شول ټولټال ۱۹ مجوز شرکتونه لرو او نویو شرکتونو په خپلو ژمنو کې یادونه کړې چې تر ۲۳۲ میلیونه افغانیو پورې به پانګونه کوي، د هېواد مختلفو برخو کې به کابو ۱۰۰ استازولۍ فعالوي او همداراز تر ۲۵۰ تنو ته به کاري آسانتیاوې رامنځته کوي.

په یادې غونډه کې د پوسټي شرکتونو مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او اپرا ادارې مننه وکړه چې د خصوصي سکټور د ملاتړ او په هېواد کې د پوسټي مارکېټ د اړتیاو پر بنسټ یې دوی ته جوازونه صادر کړل دوی ډاډ څرګند کړ چې د جواز ټول شرایط به عملي کوي او هڅه به کوي چې خپل خدمات د وخت په تېرېدو سره لا پیاوړي او د هېواد ګڼو برخو ته وغځوي او همداراز وکولای شي په هېواد کې د پوسټي خدمتونو د وړاندې کولو سربیره ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري آسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته