د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د روشن مخابراتي شرکت له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۵:۱۸
mcit

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د روشن مخابراتي شرکت له رییس ښاغلي وایچک پلوسکي سره د مخابراتي خدمتونو په پیاوړي کولو، لرو ساحو ته د مخابراتي پوښښ د رسېدو او ورته نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

ښاغلي وزیر صاحب د هېواد لرو پرتو سیمو ته په اشارې یادونه وکړه چې افغانستان کې ګڼې برخې لا هم له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي او د مخابراتي شرکتونو مسؤلیت دی څو خپل خدمات او چوپړ د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي هغه همدا راز یادونه وکړه چې د مخابراتي شرکتونو کیفیت باید ښه او د مکالماتي خدمتونو په څنګ کې د اڼترنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې غوره والی راولي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د خپلو خبرو په دوام وویل، اوس مهال د هېواد ټولو زونونو کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا) ادارې له لوري د کیفیت ارزونه ترسره کېږي او مخابراتي شرکتونه هم باید په ورته ډول د خپلو خدماتو ارزونه وکړي او هغه سیمې چې د دوی خدمات پکې کمزوري وي خدمات یې پیاوړي شي.

دغې ناسته کې د روشن مخابراتي شرکت رییس ښاغلي وایچک پلوسکي ډاد څرګند کړ چې شرکت یې افغانستان کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو ژمنتیا لري او د وزارت په همکارۍ یې هڅه کړې ګڼو برخو کې پرمختګونه ولري، ښاغلي پلوسکي یادونه وکړه چې اوس مهال دوی د خپلو خدمتونو د لوړولو په موخه د هېواد ګڼو برخو کې تر زرو مخابراتي سایټونه لري چې 4G خدمات وړاندې کوي او لا هم هڅه کوي چې د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا تر څنګ د هېواد لرو پرتو سیمو ته خپل چوپړ ورسوي او هغه سیمې چې یوازې مکالماتي آسانتیاو ته لاسرسی لري انټرنټي خدمات هم ورته مهیا کړو.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملا خیل هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته