د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د همغږۍ کلنی کنفرانس په کابل کې جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د همغږی کلنی کنفرانس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی، مشرتابه پلاوي، د مخابراتو وزارت ولایتي رئیسانو، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آترا) مسئولینو، د افغان ټیلیکام شرکت ولایتي لوړپوړو کارکوونکو په ګډون د روان ۱۳۹۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۶ مه نیټه د کابل سټار په هوټل کې جوړ او درې ورځې یې دوام وکړ.

په دغه کنفرانس کې د هیواد د ۳۴ ولایتونو څخه د مخابراتو رئیسانو او د افغان ټیلیکام شرکت منیجرانو او کارکوونکو ته بلنه وکړل شوې وه، ترڅو د ۳ ورځو په موده کې په ولایتونو او مرکز کې د خپل کړنو، فرصتونو او ستونزو په اړه کې د مخابراتو وزارت د مسئولینو سره خبرې او د نظرونو تبادله وکړي او همداراز د خدماتي چارو د لاښه والي لپاره خپل ځانګړی وړاندیزونه سره شریک کړي. همدا ډول د هغوي څخه غوښتنه شوې وه ترڅو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ستراتیژیک پلان د پیاوړي کیدو په باره کې د ولایتونو شرایطو ته په کتو سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریکې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی چې د کنفرانس په پیل کې خبرې کولې وویل: چې د یاد کنفرانس د جوړیدو څخه موخه په مرکز او ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو  سکتور په چارو کې  د ښه والي او همغږی را منځته کول دي. هغه زیاته کړه: چې د هیواد د ۳۴ ولایتونو څخه د مخابراتو او د افغان ټیلیکام شرکت رئیسانو او کارکوونکو ته بلنه ورکړل شوې وه، ترڅو د ۳ ورځو په موده کې په ولایتونو او مرکز کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو، فرصتونو او ستونزو په اړه د مخابراتو وزارت د مسئولینو سره خبرې او د نظرونو تبادله وکړي.

ښاغلي وحیدي وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت بنسټیزه دنده د افغانستان وګړو ته با کیفیته او موثره مخابراتي، پستي او انټرنټي خدمتونو وړاندې کول دي. د مخابراتو وزارت مشرتابه تل هڅه کړیده چې د ملي وحدت دولت اقتصادي پروګرام، سیمه ییزو او نړیوالو بالقوه همکاریو ته په کتنې سره د موخو د پلي کولو په لاره کې لند مهاله او اوږمهاله اقدامات تر سره کړي دي.

د مخابراتو وزیر په تفصیل سره د مخابراتو وزارت د وروستیو لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او د وزارت نوي پروګرامونه یې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

د آترا ادارې رئیس ډاکټر محمد نجیب عزیزي، هم د کنفرانس په لومړی ورځ خبرې وکړې او د اترا ادارې نوي لاسته راوړنې یې په ګوته کړل او په هیواد کې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه یې معلومات ورکړل.

ښاغلي عزیزی زیاته کړه: هیله ده چې د درې ورځو ناستو په بهیر کې ستونزې مشخصې کړو ، د ستونزو د حل لپاره په ګډه لاره هواره کړو او د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر ته چټکتیا ورکړو. همداراز هغه د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د سیم کارتونو د ثبت، خلاصې پالیسۍ (open access policy)ته لاسرسی په باره هم خبرې وکړې او د ترلاس لاندې پروژو په باب یې معلومات ورکړل.

د آترا ادارې د پروګرامونو تشریح: د ناستې د لومړي ورځې په دوام، د آترا ادارې مرستیال ښاغلي سید محمد انوري د اترا ادارې د لاسته راوړنو او کاري پلانونو په هکله ګډونوالو ته معلومات ورکړل، په پای کې د ګډونوالو او مسئولینو ترمینځ د پوښتنو او ځوابونو بهیر رامنځته شو.

د افغان ټیلیکام د پروګرامونو تشریح: د افغان ټیلیکام شرکت عمومي رئیس ښاغلي ګل احمد راستمن، د یاد شرکت د پروګرامونو او لاسته راوړنو په باب ګډونوالو ته په هر اړخیزه توګه معلومات ورکړل چې په پای کې د ګډونوالو او مسئولینو ترمینځ د پوښتنو او ځوابونو بهیر رامنځته شو.

د ختیځ او شمال زونونو راپور: د شمال او ختیځ زونونو راپورونه په مفصله توګه د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې شول او د مخابراتي خدمتونو په وړاندې شته ستونزې د ولایتونو د رئیسانو لخوا په ګوته شولې او د وزارت د مشرتابه لخوا ټولو مطرح شويو پوښتنو ته  د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شو.

دویمه ورځ:

د مخابراتو وزارت د همغږۍ کلنۍ کنفرانس د دویمه ورځ د ولایتونو د راپورونو د وړاندې کولو سره چې د زونونو پر بنسټ ترتیب شوی و دوام وکړ. په دغه ورځ د پاتې ولایتونو د کړنو او په ولایتونو کې شته ستونزو په اړه راپورونه وړاندې شول. د مخابراتو وزارت مشرتابه هر یو په خپله برخه کې پوښتنو ته لازم او د قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

دریمه ورځ:

د کنفرانس په دریمه ورځ د مخابراتو وزارت د چارواکو لخوا ګډونوالو ته پریزنتیشنونه وړاندې شول چې په لاندې ډول دي:

اداري معینیت: پدې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکي پلانونو په اړوند ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل چې د افغان ټیلیکام، اترا او د ولایتونو د رئیسانو لخوا وړاندیزونه مطرح شول. د وزارت رئیسان د اداري مرستیال ښاغلي سادات د لارښوونې په رڼا کې مطرح شوي پوښتنو ته مناسب خوابونه ورکړل شول.

د معلوماتي ټکنالوجۍ معینیت: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي ایمل مرجان په خپله برخه کې د فرصتونو او ستونزو په اړه پرزنتیشن وړاندې کړ او لاندې موارد یې په ګوته کړل: د برښنایی حکومتولۍ خواوې، تر سره شوي مطالعات، د برښنایي حکومتولۍ په برخه کې پالیسۍ او قوانین، د معلوماتي ټکنالوجي د زده کړې پروګرامونه او د معلوماتي ټکنالوجۍ مالي ستونزې.

تخنیکي معینیت: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت رئیس ښاغلي محمد شریف شریفي د تخنیکي مرستیال په استازیتوب د لاسته راوړنو، ستونزو او د حل لارو چارو په باب پریزینتیشن وړاندې کړ. د هر پریزینټیشن په پای کې د ولایتونو د رئیسانو او په ولایتونو کې د افغان ټیلیکام د کارکوونکو لخوا پوښتنې مطرح کیدلې چې د وزارت د مسئولینو او رئسانو لخوا پر هره یوه خبرې وشولې.

د ولایتونو د ریاستونو ستونزې د اترا او افغان ټیلیکام شرکت د مسئولینو سره، د افغان ټیلیکام شرکت ستونزې د ولایتي ریاستونو او اترا مسئولینو سره: پدې برخه کې یو پریزینټیشن د ولایتي رئیس او یو پریزینټیشن د افغان ټیلیکام شرکت د یو مدیر لخوا وړاندې شو. او د مخابراتو ولایتي ادارو او افغان ټیلیکام شرکت ترمنځ پر ستونزو خبرې وشولې او وپتییل شو چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د وزارت مشرتابه اقداماتو ته اړتیا لیدل کیږي.

د راپور ورکولو لارې: پدې برخه کې د وزارت ویاند ښاغلي محمد یاسین صمیم یو مکانیزم جوړ کړی وو چې د ولایتونو رئسانو ته وړاندې شو، چې د هغه پر بنسټ د ولایتونو رئیسان په روښانه توګه کولای شي د خپل کار راپور د وزارت مسئولینو سره شریک کړي.

په دریمه ورځ د کنفرانس پایله د اداري مرستیال لخوا راټول او جمع بندي شوه. هغه وویل چې د درې ورځو په جریان کې لاندې موارد وڅیړل شول:

د مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه والی، د مخابراتي شبکو فعالیت او نه فعالیت، د راجستر شویو سیمکارتونو پلورل، غیر اخلاقي انټرنټي سایټونو فلتر کیدل، د مخابراتي وسیلو تنظیم او قانوني کیدل، د غیرمجاز سیم باکسونو د فعالیت مخنیوۍ، د تلویزیونونو او راډیوګانو ثبت، د څلور ضلعی ټاورونو د نصبولو مخنیوۍ، د TDF پروژې د ټاورونو کنټرول او څارنه، د مخابراتي سایټونو د غیر فعالولو څخه مخنیوۍ، په ولایتونو کې د هغه وګړو فیصدي چې د پستي خدمتونو تر پوښښ لاندې دي، په ولایتونو کې د پستي کمپنیو فعالیتونه، د ولایتونو د زده کړو د مرکزونو وضعیت، په ولایتونو کې د معلوماتي خصوصي شرکتونو فعالیتونه او نورې اداري مسئلې او ملاتړي پروګرامونه تر بحثونو لاندې ونیول شول چې د چارو ، اجرااتو او راپور ورکونو کې د همغږۍ په راوستلو کې ښه اغیزه رامنځته کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د همغږۍ د کلني کنفرانس په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي د درې ورځنۍ کنفرانس د ښه مدیریت له امله د کاري کمیټو څخه د مننې په څرګندولو سره په لاندې ټکو باندې ټینګار وکړ او د مخابراتي سکتور راتلونکو اجرااتو په اړه مسئولینو ته داسې لارښوونه وکړه:

۱. د وزارت په بیلا بیلو برخو کې همغږی: د وزارت په ټولو برخو ( د مخابراتو ریاست، د افغان ټیلیکام د امرینو او اترا دارې د سیمه ییزو ادارو د استازو) ترمنځ باید بشپړ همغږی شتون ولري. اړینه ده چې د بیلا بیلو برخو مسئولین ګډې ناستې جوړې کړي ترڅو د ولایتونو ریاستونه د ولایتونو په کچه د مخابراتي سکتور څخه استازيتوب وکړي او هغه ستونزې چې د ولایتونو په کچه په دغه سکتور کې شتون لري د ولایتونو د مقام او نورو برخو د مسئولینو سره تعقیب کړي.

۲. د عایداتو پر راټولولو ټینګار: د حکومت د عایداتي بنسټ په توګه د مخابراتو وزارت باید د عایداتو د راټولولو لپاره یو روڼ میکانیزم ولري. د افغان ټیلیکام مدیریتونه او د اترا استازي د خپلو عوایدو راپورونه په منظم ډول د مخابراتو ریاستونو سره شریک کړي او بیا د ولایتونو رئیسان مجموعي راپور مرکز ته ورکړي. همدا راز اداري مرستیال د افغان ټیلیکام او اترا ریاست سره په ګډه یو مشخص میکانیزم جوړ او د ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مسئولینو سره شریک کړي.

۳. قراردادونه او د بودیجې جوړونه: قراردادونه باید د قوانینو او عامه مصارفو د قانون سره همغږی وي. په مرکز کې باید یو تدارکاتي ځانګړی ټیم جوړ شي. د هغو اشخاصو د تجاربو څخه چې د تدارکاتو په قانون کې کافي تجربه لري کټه واخیستل شي. همدا ډول مالي او اداري مرستیال داسې یوه زمینه جوړه کړي چې پر بنسټ یې ولایتي رئیسان وکولای شي چې د ولایتي بودیجې وړاندوینه وکړي ترڅو په ملي بودجه کې انعکاس ورکړل شي. د مخابراتو وزارت باید لومړنی وزارت وي چې ولایتي بودجه جوړه او اجرا کړي.

۴. د زیربناوو شریکول او پراختیا: د مخابراتو وزارت د ولایتونو او مرکز په کچه د ملي زیربناوو د شریکولو لپاره طرحې تر لاس لاندې نیولي دي، د بیلګې په توګه کولای شو چې د ټول ګټو وزارت، ښاروالۍ، سیمه ایزو ارګانونو، د کلیو د پراختیا او ښارجوړونې څخه یادونه وکړو. لازمه ده چې دغه اصل د مخابراتو د سکتور په کچه تجربه کړو. پدې معنا چې د ولایتونو رئیسان په ولایتونو کې د افغان ټیلیکام شرکت مسئولینو په ګډه په زیربناوو کې د ګډې پانګه اچونې، تجهیزاتو او امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یوه مشخصه طرح وړاندې کړي.

۵. مالي او بشري سرچینو ته پاملرنه: په ولایتونو کې د مالي او انساني سرچینو کموالي یوه جدي ستونزه ده. له نیکه مرغه د وزارت مالي او ادارې معینیت د همغږي اړوندو ارګانونو سره د وزارت پر تشکیل کار کوي. د وزارت بشري سرچینو او مالي ریاستونو ته لارښوونه کیږي چې په بهیر کې د ولایتونو بنسټیزو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي. د مالي، اداري او بشري سرچینو د رئیسانو څخه غواړم چې د نویو بدلونونو سره بشري او مالي سرچینې همغږی کړي تر څو وکولای شو ۵ کلن ستراتیژیک پلان تطبیق کړو.

۶. د وړتیا کلنۍ پروګرام جوړول: د وړتیا لوړول باید په مرکز کې منحصر او محدود پاتې نشي. نه ښایي چې د مرکز کارکونکو ته په مکرره توګه د زده کړې فرصتونه ورکړل شي او د ولایتونو کارکونکو ته هیڅ فرصت ور نکړل شي. د زده کړې لپاره کسان په مرکز او ولایتونو کې باید د هغوی د زده کړې د اړتیاوو د څرګندیدو پر بنسټ وټاکل شي، وړتیا او کار باید د معیار په توګه په پام کې ونیول شي، اړیکې او خپلوي باید معیار نه وي. همدا راز مالي او اداري معینیت ته لارښوونه کیږي چې نوي مالي کال د پیل څخه د وړتیاو د لوړولو کلنی پلان د ولایتونو د رئیسانو او نورو ریاستونو په مشوره جوړ کړي او د وزارت مشرتابه ته یې وړاندې کړي. د عدالت او وړتیا اصولو پلي کولو سره کولای شو چې د پایلو پر بنسټ د مدیریت (Result Based Management) په لور حرکت وکړو.

۷. د همغږۍ او راپور ورکولو لاښه کول: د ولایتونو او مرکز ریاستونو تر منځ همغږۍ ته پراختیا ورکړل شي، د راپورونو په جوړولو کې د ولایتونو رئیسان ارقام، واقعیتونو او حقایقو ته پاملرنه وکړي. کلیشه اي راپورونه کار نشي جوړولی، د بیلګې په توګه: که چیرته وایو چې د افغانستان ۵۳ سلنه وګړي د مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخلي باید چې مستند وي او دفاع او توجیه وړتیا ولري.

۸. د سیمکارتونو د ثبتولو لپاره تیاری نیول: د سیمکارتونو ثبت د مخابراتو وزارت د بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دی. د مقرراتي کارونو طرح نهایي شویده او دغه بهیر به ډیر ژر پیل شي. د ولایتونو د رئیسانو څخه غوښتنه کوم چې د دغه ستر ملي پروګرام د بریالي تطبیق لپاره خپل ټول امکانات او سرچینې سره راټولې کړي. په بله وینا د سیمکارتونو بریالی راجستر کیدل د رئیسانو او کارکونکو د پیاوړتیا د ارزونې لپاره د یو شاخص په توګه په پام کې نیول کیږي.

۹. ولایتونو ته ډیره پاملرنه: په تیرو ۷-۸ میاشتو کې د وزارت د مشرتابه پاملرنه زما په شمول، ډیرۍ د پالیسۍ او مقرراتو او همداراز پر لویو سیمه ایزو طرحو متمرکزه وه. اوسمهال د پالیسۍ او پانګونې په برخه کې بنسټیز کارونه بشپړ شوي دي، وروسته له دې، په ولایتونو کې عملي ګامونه به په ډیر جدیت واخیستل شي، د مشرتابه ولایتي سفرونه به پیل شي، ترڅو د مخابراتو په سکتور کې د کړنو او اجرااتو باندې څارنه او کنټرول ولرو. په ټیګار سره وایم چې د مرکز او ولایتونو ترمنځ اړیکې، همغږۍ او راپور ورکونه ښه والی ومومي. پدې هکله د ښاغلو مرستیالانو او افغان ټیلیکام او اترا ریاستونو څخه غوښتنه کوم چې د همغږۍ پر یوې بنسټیزې طرحې کار وکړي او زما سره یې شریک کړي.

۱۰. د ولایتونو په کچه د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ اړتیا: د ولایتونو د مخابراتو رئیسانو څخه په ټینګار سره غوښتنه کوم چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د ولایتونو په کچه اړوندو بنسټونو، په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونو سره اړیکې ټینګې کړي ترڅو وکولای شو د هغو ګواښونو څخه چې د دولت وسلوالو مخالفینو له ادرس څخه پر مخابراتي سایټونو باندې شتون لري مخنیوی وکړو. د امنیتي ستونزې د مرکز سره شریکې کړئ ترڅو لازم اقدامت تر سره شي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته