د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو ملي مرکز لپاره د برېښنايي وسایلو د چمتو کولو د پروژې داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو ملي مرکز لپاره د برېښنايي وسایلو د چمتو کولو د پروژې د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۲/۶/۱  نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري.

ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

داوطلبان باید د آفر تضمین، د بانکي تضمین په بڼه د څلور سوه پنځه څلویښت زره (۴۴۵۰۰۰) افغانیو په اندازه د آفرګشایۍ د ناستې د شرطپاڼې مطابق وړاندې کړي.

د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۲/۶/۱ نیټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

د معلوماتو ملي مرکز د بریښنایي تجهزاتو د چمتو کولو د شرط پاڼې لینک

 

په در نښت

 

 

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۳۵ کابل
Background image

د سټلایټ ځمکنی استیشن (هاب استیشن) جوړولو او د سټلایت ظرفیت اجاره کولو پروژی لپاره د معلوماتو راټولولو د اعلان بیا ځل خپرول

RFI  چې د ځمکني سټیشن د جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژې په اړه اعلان سپارل شوی و، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په غوښتنه بیا ځلي د ۲۰۲۶ کال د فبروري تر ۱۵ مې پورې وغځول...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱ کابل
Background image

Back to tenders