د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۹:۶
MCIT Minister

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته د یاد وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي صاحب نجیب الله حقاني په مشرۍ ترسره شوه.
یاده ناسته کې  د ګڼو ریاستونو د کارونو چمتو شوي ګزارشونه واورېدل شول او همدا رنګه ټولو ریاستونو ته په کارونو کې د چټکتیا سپارښتنه وشوه.
همدا راز دغې ناسته کې د مخابراتي او پوسټي خدمتونو د دقیقو احصایوي ارقامو د راټولونې پر سیسټم هم خبرې وشوې او اړونده برخو ته یې د جوړونې لازمې سپارښتنې وشوې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي صاحب نجیب الله حقاني د وزارت ټولو کارکوونکو ته پر وخت دندو ته د راتګ او پر وخت د خلکو د ستونزو پر حلولو ټینګار وکړ .

مولوی نجیب الله حقانی
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته اوونۍ کې یو ځل د وزارت له مشرتابه هیأت سره ترسره کېږي په دغو ناستو کې د وزارت کړنې ارزول کېږي او د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه پکې پر لارو چارو غور کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته