د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او لاسته راوړنو لنډیز:

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۲:۶
گزارش هفته چهاردهم

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د لوړوزده کړو محترم وزارت ته یو شمیر نوي سیسټمونه جوړ او ګټی اخیستنی ته یې سپارلي همدا راز تېرو ۷ ورځو کې له ولایتي ریاستونو سره په همغږۍ په یو شمېر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د ګڼو سایټونو سروې او انټرنیټي ظرفیت لوړولو په موخه اقدامات شوي دي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښوونیزو مرکزونو څخه د هېواد مختلفو ولایتونو کې د شپږ میاشتنیو زده کړو له ترلاسه کولو وروسته یو شمېر کسان فارغ او بري لیکونه ورته ویشل شوي او د مشتریانو د خدمتونو څانګو پرانیستل او د نوري فایبر غځولو لپاره د چارو ترسره کېدل هغه څه وو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی تېرې یوې اوونۍ کې یې ترسره کړي.

دا ټول اقدامات د مخابراتي سکتور د تقویت او د خدماتو د لوړ کیفیت د تأمین لپاره مهم ګامونه ګڼل کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته