د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۲۳:۵۴
ذزر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ولایتي ریاستونو له لوري، په یوشمیر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د نویو سایټونو

ظرفیت لوړولو په موخه اقدام شوی.

دې لړۍ کې د اف ټي ټي اچ پروژې د پیرودونکو د خدمتونو د نویو څانګو د افتتاح په موخه ناستې ترتیب شوي، ترڅو خلکو ته مخابراتی خدمتونه لا ښه او چټک شي. سربیره پر دې، په مخابراتي فریکونسۍ کې د اخلال مخنیوي لپاره فلټرونه نصب شوي، چې دا پروسه به د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړولو کې مرسته وکړي.

همداراز، د مخابراتي ټاورونو ثبت او د جوازونو نوي کولو اړین هدایات ورکړل شوي، چې له دې سره د خدمتونو معیاري کولو او لوړې کچې وړاندې کولو لپاره زمینه برابره شوې ده. دغه راز، د مخابراتي خدمتونو پراختیا په موخه د نویو سایټونو سروې هم ترسره شوې، او د راتلونکي پرمختګ لپاره پلانونه ترتیب شوي دي.

دا ټول اقدامات د مخابراتي سکتور د تقویت او د خدماتو د لوړ کیفیت د تأمین لپاره مهم ګامونه ګڼل کیږي.د مخابراتي فریکونسۍ پیاوړتیا په موخه په ځینو ولایتونوکې فلټرونه نصب شوي دي چې له امله یې اخلال کم کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته