د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د برښنایي تذکرو ازمایښتي ویش پیل کړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۶ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۱ مه نیټه د برښنایي تذکرو ازمایښتې ویش پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر شهزاد اریوبی، د وزارت رهبري پلاوي، د نفوسو د احوالو او ثبت ادارې مرستیال ښاغلي ویس پایاب او د GTR شرکت مشر لخوا پیل شو.

د پروګرام په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي، د بریښنایي تذکرو د ویشلو پیل د مخابراتو وزارت د لویو لاسته راوړنو په توګه اعلان کړ.

ښاغلي آریوبي وویل: خوښ یم چې د ډیرو ننګونو وروسته، د GTR او د نفوسو د احوال د ثبت ادارې په همکاری ، موږ د دې پروسې په پیل کولو بریالي شوي یو چې د دغې پروسې او برښنايي حکومتولۍ د پیل سره به زموږ د هیوادوالو ستونزې حل شي او د فساد مخه به ونیسي.

ښاغلي اریوبي زیاته کړه چې اوسمهال د برښنایي هویت پاڼو د ویش پنځه مرکزونه د کابل ښار په ( احمدشاه بابا مینه، کارته چار، دشت برچي، خیرخانې او شش درک) سیمو کې فعال دي او د برښنایي تذکرو د ویشلو لپاره چمتو دي.

د برښنایي هویت پاڼو ویش کیدای شي له 3 څخه تر 5 کلونو پورې وخت ونیسي.

د پروګرام په پای کې  د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شهزاد اریوبی، د بریښنایي تذکرو د ویشلو د سیسټم عملیات د رسنیو له لارې وښودل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته