د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ټول فعالیتونه بشپړ کړي دي.

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۷ - ۱۶:۴۷
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ټول فعالیتونه بشپړ کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی نن له غرمې مخکې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني په مشرۍ  د قانون حاکميت د عالي شورا په جلسه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د اداري فساد پر وړاندې د مبازې ځانګړي سکرتريت په ۱۳۹۷ کال کې د فساد پر وړاندې د ملي سټراټيژۍ د پلي کولو راپور وړاندې کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې کال کې د پنځه لومړيتوبونو پر اساس ۱ـ د روڼتيا په موخه د الکټرونيکي حکومتوالی پراختيا او ترويج، ۲ـ د عامه خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې چټکتیا، روڼتيا او اسانتياوې رامنځته کول، ۳ـ د افغانستان په کچه د رڼو مخابراتي او انټرنټي خدمتونو وړاندې کول، ۴ـ د متخصصو افرادو ظرفيت لوړونه او جذب ۵ـ په اداره کې د روڼتيا او حساب ورکولو پیاوړتيا خپل پلان جوړ کړی.

همدا شان په دې کال کې  د فساد پر وړاندې د مبارزې پلان ۳۳ اساسي فعالیتونه تکمیل کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې جدي دی، د فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټونو سره نږدې کاري اړيکې لري او هر کال د يوه با صلاحيته کمېټې تر چتر لاندې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ملي سټراټيژۍ سره سم خپل پلانونه  جوړوي او په هره ربع کې د اسنادو او ثبوت سره سم د پلان د تطبيق راپور چمتو کوي او اړوندو مراجعو سره يې شریکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي ستونزو د حل په موخه دافغان بیسیم مخابراتي شرکت د ټي ډي اف د لسمې پروژې یوه سایټ د ګیزاب ولسوالۍ محمد خواجه سیمه...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۶
Background image

خوست ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شؤه

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د پکتیکا ولايت په خوشامند او سرروضې ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د پکتیکا ولايت خوشامند ولسوالۍ زموک غونډۍ سیمه کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ چې...

بېرته خبرونه ته