د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د لوړو زده کړو وزارت تر منځ څلور تفاهم لیکونه لاسلیک شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۱:۰
تفاهمنامه وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ تحصیلي برخه کې د سهولتونو د ایجاد او اسانتیا لپاره څلور بیلابیل تفاهم لیکونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لوړو زده کړو وزارت لپاره د دولتي محصلینو، خصوصي پوهنتونونو محصلینو، ترفیع او ارتقا او د تالیف او ترجمې لپاره عصري سیسټمونه جوړوي.

یاد تفاهم لیک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی حافظ محمد حامد حسیب تر منځ لاسلیک شول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني لوړو زده کړو وزارت د هېواد یو له کلیدي او مهمو وزارتونو یاد کړ چې د نوي ځوانانو په روزلو او همدا ډول ټولنې ته د علمي اشخاصو په وړاندې کولو کې مهم رول لري او زیاته یې کړه چې د اوسني عصر د اړتیا له مخې تعلیمي او تحصیلي بنسټونه باید په ټکنالوجۍ سمبال وي تر څو هم وزارت ته سهولت ایجاد شي او هم محصلین وکولای شي له خپلو سیمو خپلو علمي سندونو ته لاسرسی ولري چې له یوه لوري به د وخت د ضیاع مخنیوی شوی وي او له بل لوري به دا پروسه اقتصادي هم راغلي وي .

ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي څو هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او په همدې موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ مخکښ کادرونه په دندو ګمارلي چې اوسمهال ډېری اداراتو ته د سیسټمونو په جوړولو بوخت دي.

د لوړو زده کړو وزارت معین محترم مولوی حافظ محمدحامد حسیب هم د سیسټمونو د جوړولو او د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له کړنو خوښي څرګنده کړه چې توانیدلی ډېری مهمو برخو لپاره یې سیسټمونه جوړ کړي او همدا راز د ډیجیټل حکومتولۍ لپاره یې موثر ګامونه اخیستي دي، د لوړو زده کړو وزارت معین صیب زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د یادو تفاهم لیکونو د لاسلیکولو وروسته به د هېواد په کچه دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې، تالیف، ترجمې او د ترفیع او ارتقاء په برخو کې یو شمېر اسانتیاوې راشي او په دې سره به وکولای شو هم د شفافیت لپاره کار وکړو او هم به وتوانېږو کم وخت کې ډېرو خلکو لپاره خدمات ترسره کړو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیسټم جوړونې لوی ریاست د هېواد په کچه د ټولو دولتي ارګانونو ته د سیسټمونو د جوړونې مسؤلیت لري چې تر دې دمه یې د هېواد ګڼو دولتي برخو ته ۲۳ مختلف سیسټمونه جوړ کړي او همدا راز د ټولو دولتي ادارو د سیسټمونو ارزونه یې هم کړې تر څو معلومه شې چې هېواد کې په کوم شمېر سیسټمونو جوړونې ته اړتیا شته

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته