د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست د بامیان ولایت والي سره وکتل

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۱۴:۴
ملاقات وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با والی ولایت بامیان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي نن شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ میاشتې ۲۱ نیټه د بامیان ولایت له والي ښاغلي سید انور رحمتی سره ولیدل.

په دغه کتنه کې، دواړو لوریو په بامیان ولایت کې د مخابراتو او نوري فایبر پروژې د ښه والی او پلي کولو په اړه خبرې وکړې.

همداراز د بامیانولایت د والي غوښتنې چې د سلام مخابراتي شرکت د 4G خدمتونو د فعالولو، د یکاولنګ- دایکندي ترمینځ د نوري فایبر شبکې غزولو او د افغان ټلیکام مخابراتي/سلام شبکې ځینو سایټونو د بیا فعالولوپه اړه وې د ښاغلي هاشمي لخوا واوریدل شوې او هرکلی وشو.

د مخابراتو وزیر یادونه وکړه چې بامیان ولایت د هیواد یو له لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه دی او د مخابراتو وزارت ته ځانګړي ارزښت لري. هغه ژمڼه وکړه چې د یکاولنګ - دایکندي ترمینځ د نوري فایبر شبکې غزولو کار به ډیر ژر پیل شي. ښاغلي هاشمي د غیر فعاله سایټونو د ترمیم لپاره اړونده چارواکو ته لازمه لارښوونه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته