د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نړیواله ورځ د روان کال د غویی میاشتې په ۱۹ نیټه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د افغانستان حکومت اجراییه رئیس جلا لتماب عبدالله عبدالله، د اجرائبي رئیس دویم مرستیال استاد محمد محقق، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر پوهنیار عبدالرزاق وحیدي او رهبری هییت، لوړپوړو دولتی چارواکو ، د ولسی جرګې غړو او مخابراتي کمپنیو استازو په ګډون سره ولمانځل شو.
په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي ګدونوالو ته د مخابراتو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې سږ کال د نوښتیز خوځښتونو تر عنوان لاندې لمانځل کیږي دمبارکۍ ویلو سره هرکلی وکړ. همدا راز ښاغلي عبدالرزاق وحیدي په افغانستان کې د مخابراتو په برخه د بی ساري پرمختګ په هکله خبری وکړې او د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.
.jpg)
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي وویل: چې افغانستان سره له دې چې يو څه وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ برخې ته ور دننه شوى، خو بيا هم په ډېر کم وخت کې په دې بریالی شوی چې په چټکه توګه د نورو پرمختللو هیوادونو تر څنګ ودريږي.
ښاغلي عبدالرازق وحيدي وويل چې له برېښنايي لارې د نفوسو د احوالو ثبت لکه، پیژند پاڼه، پاسپورټ، ليسانس، د ډیروری جواز، مدني اسنادونه او ډيپلومې د وزارت له بنسټیزو پروګرامونو بلل کیږي او ډیر ژر به عملي شي.
ښاغلي وحيدي وويل: چې له ټولنيزو، اقتصادي او امنيتي ستونزو سره سره د هیواد د ځوانانو د وړتیاو او استعداد په مرسته پدې بریالي شوي یو چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په قطار کې ودريږو.
ورپسې د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت اجرائیه رئیس جلالتماب عبدالله عبدالله خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې لاسته راوړنې یې وستایلې.
د حکومت اجرائیه رئیس وویل: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګونو په برخه کې د بریښناییزو پژند پاڼو ویش یوه ډیره با اهمیته مسئله بلله کیږي او هیله یې څرګنده کړه چې د پیژند پانو د ویش په اړه اساسي او عملي اقدام تر سره شي.
ښاغلي عبدالله عبدالله په ټینګار سره وویل: چې بریښناییزه پیژند پاڼه په سیاسی ډګر کې هم د اهمیت وړ ده چې په ټاکنو کې د ستونزو په مخنیوی او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې مرسته کولی شي.
ښاغلي عبدالله عبدالله وویل: چې د هیواد ٧ سنله ملي عايد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له عوايدو څخه تر لاسه کیږي.
نوموړي وویل: چې د د قانون پلي کول يوه اړتيا ده ، د سيمکارتونو نه ثبتول په نا امنيو کې ونډه لري او بايد ثبت شي.
ورپسې د حکومت د اجراييه رئیس دويم مرستيال استاد محمد محقق هم خبرې وکړې او د مخابراتو وزارت لاسته راوړنې يې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د بریښنایزو تذکرو ویش اړین دي او د مخابراتو وزارت بايد پدې برخه کې لازم اقدامات تر سره کړي.
همدا راز د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني هم خبرې وکړې او معلوماتي او ټکنالوجيکي ټولنه یې د ملتونو پر ژوند او روحیې باندې موثره وبلله.
