د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس د ازرې ولسوالۍ له یو شمېر سیمو لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۱۳:۳۴
ولایت لوگر

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس ښاغلي مولوي مطیع الله عابد او د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور ازرې ولسوالۍ کې له مخابراتي آسانتیاو او په یادې سیمه کې د مخابراتي ستونزو له نیږدې لیدنه وکړه.

دغې سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس ښاغلي مولوي مطیع الله عابد څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د آسانتیاو د رامنځته کېدو په موخه ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه پلان کړي چې له مخې به یې یو شمېر ازرې ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه هم نصب شي.

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د رییس په خبره چې د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته د ازرې ولسوالۍ په شمول لوګر ولایت  ډیری محرومو سیمو کې ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او لا هم هڅه روانه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او مخابراتي شرکتونو سره په همغږۍ نور سایټونه هم نصب او فعال شي.

ورته مهال د لوګر ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي محمد انور دین پرور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارې یاد ولایت کې وستایلې او په خبره یې اوس مهال د لوګر ولایت ډېری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او لا هم په دې برخه کې ګړندي کارونه روان دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۱۵
Background image

په پروان ولایت کې د مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه ترسره شوه

یاده څارنه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت او د اترا ادارې د استازي په حضور کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۷
Background image

غور ولایت کې د درېیو مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه وشوه

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یامان او غارک سایټونو ساختماني چارې کابو ۲۸ سلنه او د کاکري سایټ رغنیزې چارې شاوخوا ۵۰ سلنه...

بېرته خبرونه ته