د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۰:۱۵
ولایت لوگر افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د سلام مخابراتي شبکې یوه سایټ د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته د یادې ولسوالۍ شینکۍ سیمه کې جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ شنکۍ سیمې دوبندي، اسلام‌دره، آبتک، مڼي او نور واړه کلي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او د اړونده ولسوالۍ اوسېدونکي به وکولای شي له انټرنیټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ شینکۍ سیمې اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته