د فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۳:۱۲
ولایت فاریاب

د فاریاب ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست رهبرۍ د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو د مسؤلينو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

دغه ناسته کې د مخابراتي خدماتو کیفیت لوړول او پراختیا، لېرې پرتو سیمو ته د خدمتونو رسولو، د سیمکارتونو خرڅلاو، د اترا ادارې د طرزالعمل او اصولو مراعاتولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په یاده ناسته کې سپارښتنه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه باید خپل خدمتونه محرومو سیموته ورسوي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان مطابق په ټاکل شویو نقطوکې نوي سایټونه نصب کړي، ټول مخابراتي شرکتونه چې په نوموړي ولایت کې مخابراتي خدمتونه ترسره کوي خپل خدمات باید 4G ته لوړکړي او خپل سیمکارتونه د ټاکل شوې بیې پرته له اضافي کریدت څخه په خپلو پیرودونکو وپلوري.

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته