د غزني ولایت مرکز په ګڼو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په موخه ۱۲ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۱
ولایت غزنی

د هېواد ګڼو سیمو کې د غوره مخابراتي پوښښ او پراختیا په موخه د غزني ولایت مرکز نو آباد، مغلان، ګوډلې، لب دریا، اربابا صاحب، محبس سیمې، بکاول، بزازیو، پشتون آباد، قلعه میري، شورمن او اسپند سیمو کې د روشن مخابراتي شرکت ۹ آنټنونه او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۳ سایټونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا اداره هڅه کوي څو د هېواد ګڼې برخې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي او ولسونه وکولای شي د هېواد هرې برخه کې انټرنټي او مکالماتي خدمتونو ته لاسرسی ولري په همدې موخه د هېواد مطلق محرومو سیمو ته کابو ۵۵۰ مخابراتي آنټنونه د ټي ډي اف پروژی له لارې پلان شوي چې ډېر شمېر یې اوس ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي.

د یادونې وړ ده یاد مخابراتي آنټنونه به د غزني ولایت مرکز سربیره عمومي شهراه هم له مخابراتي چوپړتیاو برخمنه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۶:۲۷
Background image

خوست ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د خوست ښار د متون په ماجاني، د دوه سوه فامیلیو (B) پروژې، د مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکې اود تڼیو ولسوالۍ په دورملکه سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په دې ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو استازو د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه معلومات وړاندې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

بېرته خبرونه ته