د غزني ولایت د عمومي شهراه په ګډون ۱۸ ولسوالیو ته ۳۱ مخابراتي سایټونه منظور شوي

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۸:۵۶
ولایت غزنی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د غزني ولایت د ولسوالیو له ولسوالانوسره خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

دغې لیدنه کې د یاد ولایت استازو د خپلو سیمو په تړاو معلومات وړاندې کړل او هغه سیمې یې په نښه کړې چې هلته مخابراتي ستونزې ډېرې دي.

راغلیو استازو له مخابراتي خدمتونو د محرومو سیمو سربیره یاد ولایت کې د دولتي اداراتو د انټرنټ د کیفیت د ښه والي غوښتنه هم وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني راغلیو استازو ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یاد ولایت لپاره کابو ۳۱ مخابراتي سایټونه په پام کې نیولي چې  د عمومي شهراه سربیره د ټولو ولسوالیو هغه سیمې په نظر کې نیول شوي چې تر دې دمه ورته هیڅ راز مخابراتي خدمات نه دي ترسره شوي او همدا راز ښاغلي وزیر صیب د یاد ولایت د دولتي ادارو د انټرنټي ستوزنزو د حل په موخه اړوندې برخې ته دنده وسپارله څو یادې موضوع ته په وخت رسېدنه وکړي او ستونزه یې حل کړي.

مولوی نجیب الله حقانی

غزني ولایت کې مخابراتي سایټونه به د یاد ولایت د عمومي شهراه سربیره اندړو ولسوالۍ، مقر، جغتو، خوګیاڼیو، ده یک، رشیدان، زنخان، قره باغ، ګیرو، ګیلان، ناوې، واغز، اجیرستان، خواجه عمري ولسوالیو او د ولایت مرکز کې نصب شي چې له فعالیت سره به یې د یاد ولایت ډېری برخې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي او د یاد ولایت محترمو اوسېدونکو ته به انټرنټي او مکالماتي خدمات وړاندې کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر راغلیو ولسوالانو ته ډاډ ورکړ چې یاد وزارت په متوازن انکشاف باورمند دی او هڅه کوي د هېواد ټولو برخو ته مخابراتي چوپړتیاوې برابرې کړي او هېوادوال له دې موثرې ټکنالوجۍ برخمن کړي.

د یادونې وړ ده د غزني ولایت د ۱۸ ولسوالیو ولسوالانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني څخه مننه وکړه چې د هېوادوالو مخابراتي ستونزو ته توجه کوي او توانېدلی دی چې کم وخت کې د هېواد ډېری برخو ته مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.

بزرگان ولسوالی های ولایت غزنی

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټول هېواد کې د ګڼو محرومو سیمو لپاره د اټرا د ټي ډي ایف له بودیجې ۴۵۰ مخابراتي سایټونه په پام کې نیولي چې له نصب او فعالیدو وروسته به د هېواد ډېری سیمې تر مخابراتي آسانتیاو لاندې راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته