د شبکې د خدمتونو اصلاح کولو مدیریت د داوطلبۍ لپاره بلنه

Author image
Alireza Khaliqyar

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

د افغان ټیلیکام شرکت

نړیوال رقابتي داوطلبۍ

د شبکې د خدمتونو  اصلاح کولو مدیریت د داوطلبۍ لپاره بلنه

د قرارداد نمبر: MCIT-AFTEL/ICB/NCS-232/97

د اعلان تیټه :    د 2018 کال د سپټمبر 22 مه

د داوطلبۍ سپارلو لپاره وروستۍ نیټه: د  2018 اکتوبر 23 مه نیټه

وخت: د سهار 10:00 بجې د کابل وخت

د افغانستان اسلامی جمهوریت د افغان ټیلیکام مخابراتی شرکت د شبکې د خدمتونو  اصلاح کولو مدیریت قرارداد MCIT-AFTEL/ICB/NCS-232/97 تمویلوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان ټیلیکام شرکت په شرایطو برابر  ټولو غوښتونکو (داوطلبانو)  ته بلنه ورکوی چې د د افغان ټیلیکام مخابراتی شرکت د شبکې د خدمتونو  اصلاح کولو مدیریت قرارداد MCIT-AFTEL/ICB/NCS-232/97 په پرانیستې داوطلبۍ بهیر کې ګډون وکړي.

  1. کلیدي وړتیاوې په لاندې ډول دي:

الف: لازم مالی وړتیا

غوښتونکی (داوطلب) باید لږترلږه   165000 (یو سلو پنځه شپیته زره امریکایی ډالر) بانکي اسټټمینت ولري.

ورته کاری تجربه:

د اصلي قراردادي په توګه د ورته کار اندازه (میزان)  لږترلږه د اجناسو په 1 (یو) قرارداد کې د ورته نوعیت او اندازې سره چې په وروستي 5 کلونو کې د 332000 امریکایي (درې سوه او دوه دیرش زره امریکایي ډالر) په ارزښت اجرا او بشپړ شوی وي.

په تیرو پنځو کلونو کې د غوښتونکي د کلني معاملاتو منځنی (متوسط) حجم لږترلږه 67000 امریکایي ډالر (اوو شپیته زره امریکایي ډآلر) دی.

داوطلب باید د خپلو تیرو فعالیتونو د مالی ورکړې د تصفیې ثبوت لکه څنګه چې د عمومي تدارکاتو په لارښوونو کې تشریح شوي دي وړاندې کړي.

داوطلب باید د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین په شکل چې د بانک لخوا صادر شوي وي او د داوطلبۍ د سپارلو د نیټې څخه د 148 ورځو لپاره اعتبار لري وړاندې کړي.

د داوطلبۍ ضمانت 26000 امریکایي ډالر (شپږ ویشت زره ډالره) دی

د غوښتنلیک د تسلیمولو وخت او پته:

تاریخ: د 2018 کال د اکتوبر 23 د سهار 10:00 بجې

که چیرې د داوطلبۍ مشخصه نیټه د پیرودونکو لپاره رخصتۍ اعلان شي، داوطلبۍ به د پورته مشخص شوي وخت په راتلونکې کاري ورځ کې پرانستل شي.

د غوښتنلیک د تسلیمولو پته:

د افغان ټیلیکام شرکت د تدارکاتو ریاست رئیس ښاغلی سید اکلیل سیدزاده د پُست پارسل ودانی 4 پوړ

د اړیکې شمیرې: - +93 (0) 202104440-+93 (0) 749416655

E-mail; sayed.eklil@afghantelecom.af  

په انګلیسی ژبه د داوطلبۍ د اسنادو ترلاسه کولو لپاره داوطلب باید:

د MCIT-AFTEL/ICB/NCS-232/97 قرارداد ترلاسه کولو لپاره غوښتونکی (داوطلب) د پورته ذکر شوی ادرس په عنوان غوښتنلیک وړاندې کړي.

د قرارداد وړیا ترلاسه کیږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۳۳ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د کانالیزاسیون شبکې د بیارغولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د کانالیزاسیون...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۱۴ کابل
Background image

د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا!

د دغه وزارت د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو پروژه...

Back to tenders