د سلام مخابراتي شرکت څلورم نسل یا 4G انټرنیټ خدمتونه فعال شول!

Author image
enayat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۱۹:۲۴
m

سه شنبه د روان کال د وري میاشتې ۲۶ مه نېټه مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له سلام مخابراتي شرکت سره په ګډه، د دغه شرکت له خوا د 4G انټرنیټ خدمتونو فعالېدو په مناسبت افتتاحیه ناسته تر سره کړه.
په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، په هېواد کې د سلام انټرنټیټ خدمتونو 4G کېدل لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه: «دغه خدمتونه به دم ګړۍ د کابل په پنځلسو مخابراتي سایټونو کې د ګټې اخیستنې وړ وي او په تدریجي ډول به د هیواد ټولو سیمو ته وغځیږي.»
په افتتاحیه ناسته کې د افغان ټلیکام شرکت مرستیال ښاغلي شریفي هم د سلام انټرنیټ خدمتونو 4G کېدل د دغه شرکت انټرنيټ خدمتونو په چټکتیا کې اغېزمن وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه شرکت تل او په هر راز ستونزمنو شرایطو کې د هېوادوالو ملاتړ ته تیار دی.

m

په ناسته کې د سلام مخابراتي شرکت رییس بشر نیازي وویل، دغه خدمتونه به اوس مهال د کابل په پنځلسو لویدیځو سایټونو لکه: باغ رییس، کارته چهار، پل سرخ قلعه وزیر سیمه، د کابل طبي پوهنتون سیمه، سر کاریز قلعه شاده صداقت کوڅه، د قلعه وزیر کوڅه، علاوالدین درې لارې، کارته سه خاتم النبیین جومات سیمه، پل سرخ د مزاري څلورلارې، دهمزنګ پست خونه، دهبوري نورین تلوېزیون کوڅه، د ملي بس تصدۍ تمځای، دهبوري پل حدت، د پنځمې ناحیې خوشحال خان ب سیمه او قلعه شاده هغه سیمې یادې کړې چې په وینا یې له دې وروسته به سلام 4G انټرنیټ خدمتونه پکې د لاسرسي وړ وي.
د نوموړي په وینا، په نیږدې راتلونکې کې به د کابل ښار پنځوس نور مخابراتي سایټونه هم له 4G انټرنیټ خدمتونو څخه برخمن شي او دغه خدمتونه به په ترتیب سره ټول هېواد ته پراخ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته