د سرپل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د شهیدانو او معلولینو ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۰:۵
تفاهمنامه همکاری

یاد هوکړه لیک د سرپل ولایت د مخابراتو رئیس حسین قرباني او د شهیدانو او معلولینو چارو آمر ډاکټر محمد حنیف وفا په حضور د معلولینو او د شهیدانو کورنیو لپاره د مسلکي او عملي تکنالوجیکي روزنې په موخه لاسلیک شو.

لومړی، د شهیدانو او معلولینو چارو آمر ډاکټر محمد حنیف وفا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د هڅو قدرداني وکړه او ویې ویل چې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو ترسره کول به د شهیدانو وارثینو لپاره د ډیجیټلي مهارتونو ودې او پراختیا لامل شي او د معلولیت لرونکو افرادو د لا زياتو ګمارلو غوښتنه یې وکړه.

د دې هوکړه لیک له مخې به د مخابراتو ریاست د 1400 کال په جریان کې (20) تنو معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته چې د شهیدانو او معلولینو آمریت لخوا په رسمي ډول معرفي کېږي د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې مسلکي او علمي روزنه ورکړي.

تفاهمنامه ریاست مخابرات ولایت سرپل

بر اساس این تفاهمنامه ریاست هماهنگ کننده دیجیتلی برای (۲۰) تن از ورثه شهدا و معلولان که از طرف آمریت شهدا و معلولین رسماً معرفی می‌گردد، آموزشهای مسلکی و علمی تکنالوژی معلوماتی را طی سال ۱۴۰۰ فراهم می‌نماید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته