د سایبري درغلیو، جعلی ویب سایټونو او د بهرنیو زده کړو د فریبکاری په اړه عامه پوهاوی:
څرنګه چې د سایبري امنیت ریاست موخه په هیواد کې د سایبري جرایمو پر وړاندې مبارزه او مخنیوی دی په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د سایبري درغلیو، جعلي ویب سایټونو او جعلي خدماتو څخه ډیرۍ هیواد وال شکایت کوي، په همدې موخه د سایبري امنیت ریاست یوه خبر پاڼه چمتو او د دې لیک سره مل یې ستاسو سره شریکوي، تر څو ستاسو له طریقه وروسته له کره ګتنې د وزارت له پاڼې او د امکان په صورت کې د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون له طریقه هم خپور شي، تر څو په راتلونکي کې زمونږ هیواد وال د دې ډول درغلیو او جعلي خدماتو ښکار نشي والسلام.
شهزاده حسین عزیزی
د معلوماتي تکنالوجۍ د زیربناوو لوی ریاست وارسی کوونکی
