د سایبري جرمونه یا Cyber Crime په اړه پوهاوی

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۱۰:۵۲
Cyber Crime

په اصل کې سایبر د مجازي او یا غیر ملموس په مانا دی. له همدې امله، د سایبري فضا مفهوم هغه مجازي فضا او د اړیکو شبکې دي چې له مختلفو هاردویرونو لکه کمپیوتر، مبایل، لب ټاپ او ټبلټ څخه په ګټې اخیستنې سره د نښلیدو امکان رامنځته کوي.
د حقوقی په لحاظ، سایبري جرمونه داسې تعریف وو(هر هغه اقدام چې د مجازي فضا له لارې او یا مجازي فضا سره د اتصال وسیلو په کارولو سره ترسره کیږي او د افرادو پیژندل شوي حقونو نه سرغړونه کیږي، سایبری جرمونه بلل کیږي.
یعنی هر هغه څوک چې د چا شخصي، انټرنیټي یا کمپیوټري حریم ته د ننه شي د قانون له مخې په سایبري جرمونو کې ښکېل بلل کیږي.

د سایبري جرمونو په اړه د قانون حکم:

د ۸۹۳ مې مادې د جزا کوډ د باج ګیرۍ یا سایبري جرمونو په اړه داسې وایي.
۱- هر چا چې د کمپیوټر یا د اطلاعاتو خپرولو د سیستم له لارې د چا غږ، تصویر، فلم او یا نور شخصي معلومات د هک کولو پرمټ تر لاسه او د مالي ګټې یا چا د ګواښلو په موخه یې خپاره کړي نوموړي کس به له دیرشو زرو افغانیو څخه نیولي تر شپیتو زرو افغانیو پورې او یا به په بند محکومیږي.
۲- هرچا ته که په جسمي یا معنوي ډول د چا لخوا ضرر ورسیږي او ثبت شي د(۱) فقرې او د دې مادې له مخې په منځني بند محکومیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته