د زیربناو د پراختيا په موخه د نوې ټکنالوجۍ او تجهيزانو د معرفي کنفرانس کې وېنا

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۸ - ۱۶:۴۲
سخنرانی در ورکشاپ آموزشی در رابطه به معرفی تجهیزات و تکنالوژی های جدید برای انکشاف زیربناء ها

د مخابراتو او معلواماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د زیربناو د پراختيا په موخه د نوې ټکنالوجۍ او تجهيزاتو د پېژندې یو ورځني ورکشاپ کې چې په ماليې وزارت کې جوړ شوی و، ګډونوالو ته د زیربناو په پراختيا کې د ټکنالوجۍ د ارزښت په اړه وېنا وکړه
دغه ورکشاپ په اقتصادي او پايداره توګه د زیربناو د پراختيا لپاره د اړتيا وړ ټکنالوجۍ او وسایلو د شناسايۍ په موخه جوړ شوی و
محترم آريوبي د خپلو خبرو په ترڅ کې د نوې ټکنالوجۍ د معرفي لپاره د اړتيا وړ پروګرامونو، ارزونو، لرليد او موخو، همدا راز په افغانستان کې د زیربناو د پراختيا په موخه د نوې ټکنالوجۍ د معرفي او په دې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د چمتووالي په اړه خبرې وکړې
په دغه ورکشاپ کې همدا شان ګډونوالو په څلورو بېلابېلو ګروپونو کې د افغانستان د زیربناو د صنايعو لپاره د نوې ټکنالوجۍ د معرفي کولو پر اړتياو، د پانګونې د فرصتونو ( حکومت، تمويلوونکو ، PPP بهرنيو پانګونو ...) د زیربناو په صنعت کې د نوې ټکنالوجۍ د معرفي کولو او په افغانستان کې د بشري سرچينو د ظرفيت لوړونې په موخه په حکومتي سکټور کې د اصلاحاتو په اړه بحثونه او خبرې اترې وکړې. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته