د زابل ولایت په سیورې او شینکۍ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پیل شول
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې پر اساس د مخابراتي او انټرنتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د سلام شبکې فعاله سایټ چې په کمه اندازه سیمه یې تر مخابراتي پوښښ لاندې وه له یادې ولسوالۍ څخه دسره غره سرته ولیږدول شو او په فعالیت یې پیل وکړ.
دیادولو وړ ده چې د سلام مخابراتي شبکې یاد سایټ په لیږدیدو سره به د سیورې او شینکۍ ولسوالیو سربیره د نوبهار ولسوالۍ ځینې سیمې هم تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي.