د رهبري هئيت نوبتي غونډه وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ د سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات په مشرۍ د رهبري هئيت غونډه وشوه. په دغه غونډه کې د مالي او اداري معين تر څنګ د رهبري هئيت غړو ګډون کړی و. 

په غونډه کې د ۱۰٪ مخابراتي ماليې اړوند RTMS سیستم، د اليکترونيکي حکومتولۍ اړوند هوسا پروژې، د سيم کارتونو د راجسترېشن په نهايي شوې کړنلارې او پروسې، د انکشافي بوديجې، د واخان له لارې له چين سره د نوري فايبر پروژې په کارونو، د TDF بوديجې، د اليکترونيکي تذکرو د توزیع، د وصل ټيليکام اړوند بقایه جاتو، د جنوبي اسیا د سپوږمکۍ د ټرمینل پرانستې، د خپلواکۍ د ۹۸ جشن په مناسبت د مخابراتو وزارت د مجلل کولو او په يو لړ نورو موضوعاتو بحثونه وشو.

سرپرست وزير د چارو د چټکوالي اړوند هدايات ورکړل او د وزارت لخوا تر سره شوي کارونه يې و ارزول.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته