د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې ۳ آنټنونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۵
دایکندی افغانستان

د دایکندي ولایت د لرو پرتو سیمو د پوښښ په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې ۳ آنټنونه چې موده وړاندې یې رغنیزې چارې پیل شوې وې د رغنیزو چارو له بشپړېدو وروسته فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد مخابراتي آنټنونه د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ قخر، برمنیَ او تمزان کلیو کې د مخابراتي پوښښ او محرومو سیمو د پوښښ په موخه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د لسمې پروژې په مالي لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول چې په ۲جی او ۳جی ټکنالوجۍ سمبال دي او لنډه موده کې به یې ظرفیت ۴جی ته هم ارتقاء وکړي.

د یادونې وړ ده دایکندي ولایت د هېواد یو له هغو برخو څخه و چې تر ډېره بریده یې مخابراتي ستونزې درلودې او ډیری برخه اوسېدونکي یې له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو بې برخې وو چې اوس مهال په یاد ولایت کې ۸ مخابراتي آنټنونه نوي فعاله شوي او د ګڼ شمېر نورو مخابراتي آنټنونو رغنیزې چارې روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته