د توکو انټرنېټ Internet of things د ګټې اخیستنې غونډه کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۷/۲۳ - ۹:۳۰
44169218_1964777447152806_4509169121916616704_n

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د غونډو په تالار کې د Incredible IoT په پای غونډه کې ګډون وکړ چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي رئیس، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستيال، د کابل پوهنتون استادانو، محصلينو، د افغانستان انټرنېټ سوسايټي مسؤولينو او رسنيو هم په کې ګډون کړی و.

محترم آريوبي د غونډې له ګډونوالو او جوړوونکو د مننې تر څنګ وویل، د خوشالۍ ځای دی چې افغانان په ځانګړې توګه ځوانان د نورو پرمختګونو تر څنګ د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې نوښتونه کوي او اوس حتی زموږ ځوانان په دغه شان مهمو موضوعاتو باندې چې د معلوماتي ټکنالوجۍ د دنيا ضروري برخه ده غونډې او مجلسونه جوړوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په وينا، بې له شکه په تېره یوه لسيزه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ پرمختګوتو د انسانانو په ژوند کې بېلابېل بدلونونه او اسانتياوې راوستي او د معلوماتي ټکنالوجۍ او د توکو انټرنېټ څخه په ګټې اخیستنې نړۍ په یوه کوچني کلي بدلېدونکې ده چې په اوسني وخت کې دغه سيسټمونه د بشر د لومړنيو اړتياو څخه ګڼل کېږي.

له نېکه مرغه زموږ ګران هېواد افغانستان هم توانېدلی په بېلابېلو برخو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د ترويج له پلوه اوس د پرمختګ په حال کې دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هڅه کې دی چې د مبایل پلاټفارم له لارې غوره سهولتونه وړاندې کړي او تر اوسه توانېدلي يوو چې د عامه خدماتو او ملي منابعو د مديريت اساسي بنسټ د افغان متخصصانو له خوا رامنځته کړي.

ښاغلي شهزاد آريوبي زياته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوې، د توکو انټرنټ د پلې کولو لپاره زیربناوي جوړي کړي او په خبره يې د نیکسا یو اساسي پلټفارم يې جوړ کړې چي کولای شي د توکو انټرنټ زیربناوي جوړې او چمتو کړي.

د نېکسا له لاري به خصوصی سکټور وکولاي شې، د توکو په انټرنټ کار وکړي او داسې نوي توکي په ټیټه بیه، لوړ امنیت او سیمه ایزه توګه په افغانستان کې معرفي کړي.

لکه څرنګه چی IPv6 د توکو انترنت اصلی هسته ده، نو ددغه ټکنالوجۍ د حمايت په موخه په پام کې لرو چې د نېکسا له لارې د IPv6 د حمايې په موخه يو مرکزي سيسټم را منځته کړو چې په هېواد کې د توکو د انټرنېټ د پراختيا او ترويج زمينه مساعده شي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته