د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د روشن مخابراتي شبکې ۴جي انټرنیټي خدمتونه پیل شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۷:۰
شبکه مخابراتی روشن

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پاملرنې پر اساس او د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د روشن مخابراتي شرکت 4G مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پرانیستل شول.

د روشن مخابراتي شبکې د 4G انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره د نوموړي ولایت د مرکز اړوند پلخمري ښار اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت مرکز اړوند پلخمري ښار اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه او د نوموړي شرکت له مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپل مخابراتي خدمتونه د یاد ولایت نورو ولسوالیو ته هم و غځوي.

شبکه مخابراتی روشن

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د ارزګان ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د پنځو مخابراتي سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، د ارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند په (چرمستان او چنار)، چنارتوولسوالۍ په (لنګر او پاتان) او چورې ولسوالۍ کمیسان کليو کې د اټوما مخابراتي شرکتونو... . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۴۸
Background image

د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سلام مخابراتي شبکې ۱ مخابراتي انټن جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د چمتو کولو په موخه د یاد ولایت مرکز پارون ښار کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته