د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۷۷ کسان فارغ شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۴۰
مخابرات ولایت بغلان

بغلان ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز له یویشتمې دورې څخه ۷۷ کسان فارغ شول، دیادو زده کوونکوو په ډله کې ۱۲ تنه دولتي کارکوونکي، ۱۰ تنه د ښونځیو زدکوونکي او ۵۸ تنه محصلین شامل دي چې د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې شپږمیاشتینۍ زده کړې ورکړل شوي چې پر مټ به یې وکولای شي تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بغلان ولایت والي محترم عبدالرحمن حقاني ، دمخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رييس مولؤي محمد طارق فاروقي، د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا رئیس محترم الطاف احمد علمیار او یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د بیلابیلو حکومتي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و او په ګډه یې د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ریاست له هلو ځلو مننه وکړه چې د وخت مطابق یې د دې ولایت ځوانانو ته د ټکنالوجۍ د زده کړې آسانتیاوې برابرې کړي.

په یاده غونډه کې د بغلان ولایت والي محترم عبدالرحمن حقاني پخپلو خبرو کې د ټکنالوژۍ او عصري علومو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت تل د علم او ټکنالوژۍ د ودې ملاتړ کړی او دا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام لري. هغه د فارغو شویو محصلینو بریا ته مبارکي وویله او هغوی ته یې د خپلو لاسته راوړنو په لور د لا زیاتو هڅو توصیه وکړه. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې اسلامي امارت به په دې برخه کې لا زیات فرصتونه او امکانات برابروي ترڅو ځوان نسل په معاصر علم سمبال شي.

والی ولایت بغلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

دیادونی وړده چې د دغې غونډې په پای که د یادې دورې ټولو فارغ شویو فارغانوته د بغلان ولایت د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري تصدیق لیکونه هم ورکړل شول.

توزیع تصدیق نامه مراکز آموزشی کمپیوتر ولایت بغلان

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي ستونزو د حل په موخه دافغان بیسیم مخابراتي شرکت د ټي ډي اف د لسمې پروژې یوه سایټ د ګیزاب ولسوالۍ محمد خواجه سیمه...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۶
Background image

خوست ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شؤه

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د پکتیکا ولايت په خوشامند او سرروضې ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د پکتیکا ولايت خوشامند ولسوالۍ زموک غونډۍ سیمه کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ چې...

بېرته خبرونه ته