د برېښنايي بازار موندنې په کنفرانس کې ګډون
۲۳ ليندۍ (۱۴ دسمبر)
د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزير ښاغلي شهزاد اريوبي د برېښنايي بازارموندنې کنفرانس کې ګډون وکړ.
په دغه کنفرانس کې د معلوماتي ټيکنالوجۍ د متخصصينو تر څنګ د دولتي او خصوصي سکتور استازو او ملي سوداګرو هم حضور درلود.
ښاغلي اريوبي د پلان فيوچر ادارې دغه نوښت وستایه او د برېښنايي بازارموندنې په برخه کې په موجودو فرصتونو يې خبرې وکړې.
"افغانستان په هر سکتور کې هره ورځ د پرمختګونو او لاسته راوړنو مزل وهي. هره ورځ يا دولتي او يا هم خصوصي سکتور يوه انکشافي پروژه پرانستې وي. يوه شرکت پانګونه کړې وي او يوې فابريکې فعاليت پيل کړی وي. خو د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ په سکتور کې د افغانستان پرمختګ نهايي چټک او له نورو سکتورونو څو چنده زيات دی.
• د معلوماتي ټيکنالوجۍ په سکتور کې تر دې دمه ۳ مليارده ډالر پانګونه شوې او هيله من يو چې تر ۲۰۲۰ کاله به دغه پانګونه ۵ مليارده ډالره ته لوړه شي.
• ۶ مخابراتي شرکتونه فعاليت کوي.
• ۹۰٪ خاوره تر مخابراتي پوښښ لاندې ده.
• ۸ مليونه خلک انټرنيټ کاروي.
• زمونږ ۶۰٪ نفوس تلفون لري. ۴۰٪ نفوس چې تلفون نلري، اکثريت يې ماشومان او يا هم مېرمنې دي.
• د مخابراتو د نړېوال سازمان د ۲۰۱۷ کال د راپور په اساس افغانستان په تېر يوه کال کې د ۶ هېوادونو څخه مخکې شوی او دا د دې سکتور د لا پراختيا څرګند ثبوت دی. مانا په دې برخه کې لا هم د پانګونې بهترين فرصتونه شته. "
د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزير وويل:
"د برېښنايي بازاريابۍ يا Digital Marketing له طريقه مونږ ډېر څه کولی شو. د نړۍ په پوهنتونو کې يواځې په همدې موضوع زده کړې کېږي او کابو ټول نړېوال شرکتونه له دغې لارې خپلو توليداتو ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مشتريان پيدا کوي. زمونږ خصوصي سکتور او سوداګر هم بايد د بازار يابۍ او د نړۍ په هر ځای کې د مشتريانو د موندلو لپاره د برېښنايي بازاريابۍ برخه له پامه و نه غورځوي. "
په پای کې د مختلفو شرکتونو او فابريکو د ننداتون څخه ليدنه وشوه.
