د برښنایي پاسپورت ترلاسه کولو په موخه پرلیکه (آنلاین) نوم لیکنه او د افغان پست په واسطه د پاسپورت د توزیع لړۍ پیل شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د افغنستان بانک ریاست ترمنځ د برښنایي پاسپورتونو د ویش په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک د روان کال د مرغومي میاشتې په ۲۴ نيټه د یو ې ناستې په ترڅ کې چې د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رئیس جلالتماب ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود لاسلیک شو.
په دغه ناسته کې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله وویل: چې د ښه حکومتولۍ پلي کول او پراختیا د ملي وحدت حکومت د بیسټیزو موخو څخه شمیرل کیږي. هغه زیاته کړه چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول د حکومت دنده ده، دغه لړۍ د ښو خدمتونو د برابرولو لپاره مهم ګام دی. ښاغلي عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې د پاسپورت ریاست باید د نوي سیستم په کارولو سره د وګړو رضایت تر لاسه کړي.
د اجرائیه رئس وویل: چې برښنایي حکومتولۍ د اسانتیاوو او روڼتیا په رامنځته کولو کې یوه بنسټیزه پدیده ده، هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا یو لړ طرحې تر لاس لاندې نیول شوي دي چې له شک پرته د حکومتولۍ په پیاوړتیا، د روڼتیا په رامنځته کولو، د وزګارتیا په رفع کولو او په اجرایي چارو کې د ښه والي په رامنځته کولو کې ګټوري دي.
ښاغلي عبدالله عبدالله د مخابراتو او معلومواتي ټکنالوجۍ وزارت له نوښتونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه : چې په هیواد کې پر MIS او GIS سیسټمونو باندې باید کار وشي. همداراز هغه یادونه وکړه چې د معلوماتي او مخابراتي انستیتیوت په تحصیلي نصاب کې پستي مضامینو ته ځای ورکول د پستي خدمتونو د پرمختګ لپاره بنسټیز اقدام دی.
وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی د دغه بهیر پیل د حکومتي بنسټونو تر مینځ د همکاریو یوه ښه بیلګه وبلله چې ګټه یې خلکو ته رسیږي. هغه وویل: چې د برښنایي حکومتولۍ ستراتیژي یو لس کلن بهیر دی چې نن د پلي کیدلو لومړنۍ اقدام یې په عملي توګه پیلیږي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په وینا: د برښنایي حکومتولۍ د پلي کیدلو په لاره کې ستونزې شتون لري ولې مونږ نشو کولای چې د ټولو ستونزو له منځه وړلو پورې صبر وکړو. هغه وویل: چې د پست او آنلاین نوم لیکنې له لارې د پاسپورتونو د ویشلو د سیستم اهمیت دا دی چې خلک له سرګردانۍ څخه ژغوري او په مصارفو کې کموالۍ رامنځته کوي.
همداراز ښاغلي وحیدی وویل: چې د مخابراتو وزارت د انټرنټي خدمتونو د برابرولو په لاره کې ښې هلې ځلې کړی دي او په نظر کې لري تر څو د مخابراتي زیربناوو څخه د برښنایي حکومتولۍ په رواجولو کې ګټه واخیستل شي. هغه څرګنده کړه چې دغه وزارت کولای شي چې د عوایدو په راټولولو کې د مالیې وزارت سره لازمه مرسته وکړي.
په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي نورالحق علومي هم خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې وویل: چې د پست او انلاین نوم لیکنې له لارې د پاسپورتونو د ویش سیستم د ۳ ادارو هر یو (د کورنیو چارو وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د افغانستان بانک) په هکارۍ رامنځته شوی دی تر څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت د خپل اصلي دندو ترڅنګ د پست له لارې د پاسپورتونو په ویش کې هم برخه اخلي.
د پاسپورت ادارې رئیس پاسوال ښاغلي سید عمر صبور په خپلو خبرو کې وویل: چې نوی سیستم په 1392 کال کې د پخواني سیستم پر ځای رامنځته شوی دی او تر اوسمهاله 900000 برښنایي پاسپورتونه ویشل شوي دي. هغه زیاته کړه چې مونږ هره ورځ په مرکز کې د 2000 پاسپورتونو او په نورو ټولو ولایتونو کې د 1000 پاسپورټونو د ویش وړتیا لرو.
د پاسپورت د ادارې رئیس وویل: چې د پست او انلاین نوم لیکنې له لارې د پاسپورټونو ویشل خلک د وخت د ضایعه کیدو او سرګرانۍ څخه ژغوري.
د مخابراتو وزیر او د پاسپورټ لوی رئیس په اتفاق سره اشاره وکړه : چې د برښنا نشتوالۍ او انټرنت ته د اکثرو خلکو نه لاسرسۍ د دغه بهیر په وړاندې اصلي ستوزې دي. مګر د ازمایښتي پروګرام په اوږدو کې د ستونزو د څرګندیدو سره د هغوی د حل لپاره اقدام تر سره کیږي.
د دغه بهیر بڼه داسې ده چې لومړی غوښتونکی د پاسپورت د غوښتنې یوه فورمه ډکوي او وروسته د دغې فورمې لومړني کارونه د پاسپورت ریاست د کارکوونکو لخوا اجرا کیږي او په پای کې غوښتونکي د یو کوډ نمبر په تر لاسه کولو سره د پاسپورت ټاکل شوي پیسې بانک ته داخلیږي او په څو ورځو کې د ذکر شوي فرد پاسپورت په مرکز کې له 200 افغانیو او په ولایتونو کې د 500 افغانیو فیس سره د پستي خدمتونو له لارې د هغه کور ته رسیږي.
