د بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي او انټرنټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونده تر سره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۱۰
ولایت بامیان

یاده غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د شرکتونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د ۲۰۲۵ کال د پراختیایي پلان د تطبیق، د مخابراتي او انټرنټي ټاورنو د ثبت او راجستر، د فریکونسیو د جوازونو صادرولو، د مخابراتي سایټونو د برېښنا د تأمین ستونزو، او په بامیان ولایت کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې وشوې.

همداراز د دې غونډې په ترڅ کې یادونه وشوه چې د ۲۰۲۵ کال پای ته په رسېدو دی، اړینه ده چې اړوندې ادارې خپل پاتې پروګرامونه او پراختیايي پلانونه ژر تر ژره بشپړ کړي.

همدارنګه، د انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې خپلې چارې د صادر شوو فریکونسي جوازونو پر بنسټ او د ټاکل شوې ساحې په حدودو کې تنظیم کړي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتي او انټرنټي شرکتونو استازو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له ملاتړ او همکارۍ څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې خپلې چارې به د کړنلارو او اصولو له مخې پر مخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دغه سیمینار د وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړونې آمریت له لوري جوړ شوی و، چې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ تنو کارکوونکو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په لوګر کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت نوی آنټن فعال شو

د دغه آنټن په فعالېدو سره به د التمور سیمې او یو شمېر شاوخوا کلیو اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۶
Background image

د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې...

بېرته خبرونه ته