د ام ټي ان او ام ون مخابراتي شرکتونو مسوولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۰:۶
Najeebullah Haqani

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني د ام ټي ان او ام ون مخابراتي شرکتونو له مسؤلینو افغانستان کې د دوی پر خدماتو او ام ون شرکت ته د ونډو د لیږد په تړاو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې پر بیلا بیلو موضوعاتو (ام ټي ان مخابراتي شرکت څخه ام ون مخابراتي شرکت ته د ونډو لیږد پروسې پر بشپړولو ، د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه والي، د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو او اصولو مراعاتول) او نورو مهمو برخو خبرې اترې وشوې.

د غونډې پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو او اوصولو په چوکاټ کې د متقابلو همکاریو د دوام ټینګار وکړ.

همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر په کلکه غوښتنه وکړه چې د لیږد وروسته د ام ټي ان مخابراتي شرکت د کاري پرسونل د قانوني حقونو په برخو کې به ستونزې نه رامنځته کېږي او هیله یې څرګنده کړه چې ام ون مخابراتي شرکت به د خپلو خدمتونو د کیفیت په لا ښه والي او پراختیا په برخو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې سره په همغږۍ لازم او اصولي اقدامات تر سره کړي.

شرکت مخابراتی ام تی ان

د یادو مخابراتي شرکتونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې به خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي، د ام ټي ان مخابراتي شرکت د کارکوونکو ټول حقوق به خوندي ساتي او د خپلو خدمتونو د کیفیت لوړوالي او پراختیا په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کوي.

همداراز دوی لیوالتیا څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د فریکوینسیو د لیلام (آکشن) بهیر کې په فعال ډول ګډون کوي.

د یادونې وړ ده چې یادو مخابراتي شرکتونو مسوولینو د لیږد او مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مخابراتي شرکتونو ته د مناسب چاپیریال په برابرولو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه او د دوی همکاري یې په دې برخه کې ګټوره وبلله.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته